افغانستانمهم خبرونهنړۍ
د ۳۲ ميليونو ډالرو په اندازه د نغدو پيسو ۲۱مه جوپه کابل ته راورسېده
د ۳۲ ميليونو ډالرو په اندازه د نغدو پيسو ۲۱مه جوپه کابل ته راورسېده
کابل( وحدت نيوز) د طالبانو په واک کې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړى، چې کابل ته يې ۳۲ ميليونه ډالره نغدې پيسې رسولي دي.
دا يوويشتمه نغدي مرسته ده چې کابل ته راورسيده او نن د افغانستان نړيوال بانک (AIB) ته وسپارل شوه.
د افغانستان مرکزي بانک د نړيوالې ټولنې د مرستو د هرکلي په ترڅ کې وويل، د بانکدارۍ له لارې بشري مرستې به روڼتيا زياته کړي او خلکو ته د مرستو رسولو اسانتياوې رامنځته کړي.
که څه هم د طالبانو مرکزي بانک تل ويلي چې پيسې تل د بشري مرستو لپاره دي، خو د راپورونو له مخې دغه بانک لږ تر لږه په ورځ کې يو ځل د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د لوړولو په موخه يوه لويه اندازه په بازار کې لګوي.
بل لوري ته د افغانستان مرکزي بانک نن د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت ۸۸.۲۹ اعلان کړى دى.