پاکستانمهم خبرونهنړۍ
په انټربانک کې ډالر نور هم ګران شو،د189 روپو لوړې کچې ته ورسيدو
په انټربانک کې ډالر نور هم ګران شو،د189 روپو لوړې کچې ته ورسيدو
په هيواد کې دروان سياسي ګډوډي له امله په انټربانک کې ډالر نور هم په ګرانيدو دى او نن دکاروبار په مهال ډالر د189 روپو څخه هم بره تللى دى.
دکاروبار په دوران دډالر په نرخ کې د3٫39 روپو اضافه شوې ده دکوم وروستو چې ډالر د189٫51 روپو نوې ترټولو لوړې کچې ته رسيدلىدى.
په پاکستان کې روان سياسي ګډوډى دروپۍ په قدر کې دکمي او دډالر په قدر کې داضافې بنيادي سبب ګرځولى شي.
دلمړي مارچ څخه تر دې مهاله دډالر په قدر کې د12٫10 روپو اضافه شوې ده او ددې ترڅنګ دروان مالي کال په مهال دډالر په مقابله کې دروپۍ قدر20٫50 سلنه راپريوتى دى.
تيره ورځ ډالر د1٫07 روپۍ په اضافې سره 186٫30 روپو نوې ترټولو لوړې کچې ته رسيدلى و خو نن يې په قدر کې نوره اضافه هم شوې او د189 روپو څخه بره تللى دى.