پاکستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

امريکا دپاکستان په سياست کې دمداخلې روسي تورونه رد کړل

امريکا دپاکستان په سياست کې دمداخلې روسي تورونه رد کړل

امريکا دپاکستان په سياست کې دمداخلې  روسي تور رد کړى او ويلي يې دي  هغوي  ديو سياسي ګوند په مقابله کې دبل سياسي ګوند ملاتړ نه کوي.

 دډان ورځپاڼې دراپور له مخې روسيې  دپاکستان په داخلي معاملو کې دامريکا له لوري ى “شرمناكې  مداخلې يوه بله  مبېنه هڅه”  غندله وه او ويلي يې وو  امريکا “نافرمانه” عمران خان ته  دسزا ورکولو هڅه کړې ده.

په يو بيان کې دروسيې دبهرنيو چارو دوزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي

په پارلمان کې دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ دتحريک وړاندې کيدو څخه وروستو چې څه رنګه دپي تي ايي داسمبلۍ غړي دمخالفو ګوندونو سره يوځايې شول، ددې پرمختګ سره په دې اړه دشک کوم ګنجايش نه دى پاتې شوى چې امريکا ” نافرمانه” عمران خان ته دسزا ورکولو پريکړه کړې.

وزيراعظم عمران خان دمخالفو ګوندونو له لوري په قامي اسمبلۍ کې دهغه په ضد دبې باورۍ تحريک دهغه دحکومت رانسکورولو لپاره غيرملکي سازش ګرځولى او صدر ته يې داسمبلۍ دماتولو خواست کړى، صدرعلوي وروستو دوزيراعظم په خواست اسمبلي ماته کړې وه.

په پاکستان کې مخالف ګوندونه داسمبلۍ ماتول يو غيراييني ګام ګرځوي او په ستره محکمه کې هيواد کې درامينځته شوي وروستي سياسي وضعيت په اړه دخپلې اندې ديو کيس اوريدنه روانه ده.

 کله چې ډان ورځپاڼې  دروسيې په بيان دغبرګون لپاره دامريکا خارجه محکمې سره تماس ونيولو نو دهغوي وياند وويل  په دغو تورونو کې هيڅ صداقت نشته.

 امريکايي  وياند په پاکستان کې په موجوده سياسي  کړکيچ دامريکايي دريځ دسپيناوي کولو په ترڅ کې وويل  په دغه شخړه کې دهغوي څوک هم دخوښې نشته.

 هغه وويل واشنګټن داييني  او جمهوري اصولو  دپرامنه روايتونو ملاتړ کوي  دکوم څخه چې څرګنديږي چې  امريکا نه غواړي  دواکمن او مخالفو ګوندونو ترمينح  ګډوډى  دتشدد سبب جوړ شي  او هغوي به دپاکستان داساسي قانون له مخې  دهر يو حل  ملاتړ کوي.

 په دغه معامله دواشنګټن  دبې پلوۍ  په ډاګه کولو په ترڅ کې وياند وويل  هغوي ديو سياسي ګوند په مقابله کې دبل سياسي ګوند ملاتړ نه کوي، هغوي  دقانون دواکمنۍ او قانون لاندې  ديو شان انصاف داصولو ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button