افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دالقاعده مشر په نوې ويډيو کې دهند دمسکان خان ستاينه ولې کړې؟

دالقاعده مشر په نوې ويډيو کې دهند دمسکان خان ستاينه ولې کړې؟

دالقاعده دمشر ايمن الظواهري يوه نوې ويډيو مخې ته راغلې ده چې پکې هغه په هند کې دهندوانو هلکانو دټولګي له لوري دحجاب په ضد د” جى شري رام” دشعارونو په ځواب کې د” الله اکبر” دغږ پورته کوونکې مسکان نومې جينۍ ستاينه کړې ده.
يمن الظواهري داسامه بن لادن څخه وروستو دالقاعده مشري په غاړه اخستې وه.
دهند دټايمز اف انډيا له مخې ايمن الظواهري په هندي مسلمانانو غږ کړيدى چې دکرناټک دحجاب په معامله دې غبرګون وښايي.
په ډاګه دې وي چې څو مياشتې دمخه دهندپه کرناټک رياست کې راټولو شوو يو شمير پاريدلو زده کوونکو هلکانو د مسکان خان نومې جينۍ په ضد له دې امله احتجاج او د ” جى شري رام” شعارونه ورکړي وو چې هغې دکالج دانتظاميې داصولو برعکس برقعه اغوستې وه” مسکان خان ددغو هلکانو په مينځ کې د الله اکبر نعرې پورته کړې وې، وروستو په ټولنيزه ميډيا دپاکستان په ګډون په ګرده اسلامي نړۍ کې دمسلمانانو له لوري دهغې ملاتړ شوى و او دهغه ددغه اقدام ډاډګيرنه شوې وه.
په دغه ويډيو کې دالقاعده مشر ددغه پېښې او مسکان خان په اړه غږيدلى او په حجاب بنديز لګوونکي هيوادونه يې تر نيوکې لاندې راوستي دي.
دالقاعده لخوا په ٥م اپريل دغه ويډيو د” الشباب” ډلې له پليټ فارم څخه جاري کړى شوې وډيو ته “دهند نيکه ميرمن” نوم ورکړى شويدى، ظواهري په دغه ويډيو کې ليدل کيږي چې دمسکان خان دستاينې لپاره يې يو نظم ليکلى او هغه لولي
دوسله والې جګړې کوونکې دغه ډلې مشر ويلي هغه دويډيوګانو او ټولنيزې ميډيا دلارې دمسکان خان په اړه خبر شوى او ددغه “خور” اقدام او د ” الله اکبر” نعرې دومره متاثره کړى چې دهغې په ستاينه کې يې ديو نظم ليکلو پريکړه وکړه.
ايمن الظواهري دالقاعده دباني مشر اسامه بن لادن دمرستيال په توګه کار کړى او دهغه په اړه په کال ٢٠٢٠م کې خبر مخې ته راغلى و چې هغه يا خو ناروغه دى او يا يې ساه ورکړې ده.
ايمن الظواهري پخپله نوې ويډيو کې روغ رمټ ښکاري.
په نومبر کال ٢٠٢١م کې په يوه ويډيو کې ظواهري په ملګرو ملتونو نيوکه کړې وه چې دهغه په قول ملګري ملتونه داسلام خلاف دي او اسلامي قامونو ته يې دملګرو ملتونو له لوري دراولاړو کړى شوو ګواښونو په اړه خبردارى ورکړى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button