افغانستانمهم خبرونهنړۍ

د نجونو د زده کړو ځنډ او مخنيوی نور د منلو نه دی، دملي محور دښځو څانګه

د نجونو د زده کړو ځنډ او مخنيوی نور د منلو نه دی، دملي محور دښځو څانګه

د ملي محور د ښځو څانګې دطالبانو له لوري دنجونو دسکولونودنه پرانستو له امله دطالبانو په حکومت نيوکه شوې ده او غوښتنه يې کړې چې دجينکو لپاره دې دتعليم دروازې پرانيزي
اعلاميه کې راغلي کله چې پداسې يوه مهمه موضوع کې، چې د افغانستان راتلونکی او د ميليونونو افغانانو برخليک ورسره تړلی دی، په اوو مياشتو کې يوه طرحه نه جوړېږي، داسې پوښتنې راپورته کېږي چې:
چې آيا طالبان د طرحې په جوړولو نه پوهېږي او که آيا خپل منځي اختلافات د طرحې مخه نيسي، همدغه راز پوښتنه شوې ده چې – آيا نامعلوم فشارونه د طرحې خنډ دي او که اسلامي امارت غواړي له دې لارې کوم نړيوال امتياز ترلاسه کړي- او يا هم داسې خبره شته، چې ولس ته يې د ويلو جرئت نه لري
په اعلاميه کې راغلي د نوي تعليمي کال له پيل څخه دوې اوونۍ او د طالبانو له واکمنۍ څخه څه باندې اوه مياشتې اوړي، خو لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي او لا هم د نجونو د تعليم او د ښځو د کار په اړه د اسلامي امارت د طرحې څرک نه لګېږي.
اعلاميه وايي “کله چې د اسلام سپېڅلي احکام، بشري حقونه او د افغانستان قوانين ښځو ته نه يوازې د کار او تعليم اجازه ورکوي، بلکې ټينګار ورباندې کوي، د مخنيوي هڅه يې موږ ته د افغانستان د خپلواکۍ، پرمختګ او سوکالۍ پر وړاندې يوه لويه دسيسه ښکاري”
به اعلاميه كؤ ويل شوي ىي ” اسلامي امارت دا اوه مياشتې وايي، چې دوی به د اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو په رڼا کې طرحه جوړوي. اسلامي ارزښتونه او احکام خو څرګند دي او د نړۍ پر مخ داسې اسلامي هېواد نشته چې د نجونو د تعليم مخه يې نيولې وي، خو کله چې د دود خبره کېږي، داسې ښکاري چې يو شمېر کسان لکه د ښځو ميراث چې نه مني، د کار او تعليم حق يې هم نه شي زغملی. له بده مرغه زموږ په هېواد کې لا هم داسې دودونه شته چې له اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دي. دودونه د وخت له شرايطو او اړتياوو سره تغيير کوي، خو متحجر فکرونه تل د مثبت بدلون مخه نيسي. موږ خبرداری ورکوو، چې که په هر دليل د ښځو د کار او تعليم مخه ونيول شي، نه جبرانېدونکې پايلې به ولري ”
لکه:
اعلاميه زياتوي” د ټولنې نيمايي وجود به فلج شي او پر پاتې وجود به تل پېټی وي- په ټولنه کې به د پوهې او مولديت کچه ډېره راوغورځي- ډېری افغانان به د خپلو لوڼو د تعليم لپاره د خپل ګران وطن پرېښودو ته اړ شي – د حکومت او ملت تر منځ به واټن ډېر زيات شي او بالاخره به په ټکر بدل شي – د نړۍ په کچه به مو هېواد له انزوا او بنديزونو سره مخامخ شي – ښځې به په لوی لاس اړې شي، چې د خپلو حقونو لپاره لارو او سړکونو ته راوځي او د خپل حکومت پر ځای له نړيوالو مرسته وغواړي ”
به اعلاميه كې دطالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي چې “د پورتنيو اندېښنو په پام کې نيولو سره موږ پر اسلامي امارت غږ کوو، چې نور دې د وطن د لوڼو پر برخليک لوبې نه کوي، پلمې دې يوې خوا ته کړي او د ښځو پر مخ دې د کار او تعليم دروازې پرانيزي. که د طرحې په جوړولو کې ستونزه لري، د هېواد له علمي او مسلکي کدرونو دې مرسته وغواړي او که د اسلامي احکامو په اړه مغشوش وي، د نړۍ له لويو ديني عالمانو دې مشوره واخلي ”
اعلاميه كې دا هم ويل شويدي چې ” موږ پر ټول افغان ملت غږ کوو، چې که غواړي د يوه سرلوړي، پرمختللي او خپلواک افغانستان هيله يې پوره شي، نو بايد سره يو موټی شي، خپلې لوڼې دې يوازې نه پرېږدي او د دوی له حقونو دې په زغرده دفاع وکړي”
اعلاميه کې غوښتنه شوې ” موږ له ټولو افغان ښځو او د دوی له اړونده ټولنو او سازمانونو غوښتنه کوو، چې له ځانځانۍ راووځي، يو بل ته لاس سره ورکړي، ښه همغږي او انسجام رامنځته کړي او په لوړ غږ او پياوړې هوډ سره خپل حقه حقونه ترلاسه کړي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button