مهم خبرونهنړۍ

زيلنسکي دروسيې په ضد دنورو نړيوالو بنديزونو غوښتنه کړې

زيلنسکي دروسيې په ضد دنورو نړيوالو بنديزونو غوښتنه کړې

داوکراين ولسي زيلينسکي په لويديزو هيوادونو غږ کړى چې د ولسي وګړو دوژنې له امله دې په روسيې نور بنديزونه هم ولګوي.
دشپې په جوړه کړى شوې يوه ويډيو کې زيلينسکي ويلي “” په بوچه کې چې نړۍ کوم څه وليدل، دقابضينو لخوا دجنګي جرمونو سره سم بايد دروسيې په ضد بنديزونه ولګوى شي “”
بلخوا داوکراين يو چارواکي امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ته ويلي دپلازمېنې کيف شمال ختيځ لوري ته په بوروډيانکه سيمه کې خواوشا200 کسان بې درکه اواندازتاً مړه شويدي.
دسيمې ځايې ناستي ښاروال ويلي په ممکنه ډول زياتره مړي دراپريوتو ودانيو په ملبه کې ګير شويدي.
بل اړخ ته دبرطانيې ددفاع وزارت وينا ده دمحاصرې لاندې ښار ماريوپول کې دروسي هوايي بريدونو او سختې جګړې له امله بشري وضعيت خرابيږي.
دغه وزارت پخپل وروستي استخباراتي معلوماتو کې ويلي په سيمه کې پاتې خواوشا يو لک شپيته زره اولسي وګړي بجلي، مواصلات، دوايانې،حرارت او اوبه نه لري.
روسي ځواکونو دبشري خواخوږۍ په اساس دکيدونکو مرستو رسد ودرولى ترڅو په احتمالي ډول په مدافعينو دتسليميدو لپاره فشار واچوي
بل اړخ ته نيوزي لينډ دروسيې په درامداتو سخت بنديزونه لګولي.
دنيوزي لينډ حکومت ويلي هغوي به دروسيې په ټولو درامداتو 35 سلنه محصول ولګوي او روسيې ته به دصنعتي پيداوار لکه ټيليکام الاتو او انجنونو په درامداتو بنديز ولګوي.
په عين حال کې دامريکا دبهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ويلي واشنګټن به اوکراين ته دخپلو سملاسي ضرورتونو پوره کولو لپاره د نورو سلو ملينو ډالرو اضافي مرسته کوي.
ددې ترڅنګ امريکايي کمپيوټر چيپ ډيزاينر او مينوفيکچرر انټل کارپ وايي هغوي په روسيه کې خپل کاروباري فعاليتونه ودرولي دي.
همدغه راز دناټو مشر سټولټن برګ په روسيې دکيف سره په نزدې سيمو کې په روسيې دولسي وګړو دوژنې تور پورې کړى او ويلي يې دي په داسې حال کې چې روسي پوځونه له سيمې څخه شاتګ کوي، هغه دنورو ظلمونو مخې ته دراتللو توقعو کوي.
په برسلز کې سټولټن برګ خبريالانو ته ويلي ” مونږ هاغه هر څه لا نه دي ليدلي چې مخې ته راغلي ځکه روسيه اوس هم دپلازمينې خواوشا په زياترو سيمو کنټرول لري. ”
هغه وويل” هرکله چې هغوي خپل پوځونه وباسي او اوکرايني پوځيان پځايې شي ، زه ويره لرم هغوي به نور اجتماعي قبرونه وويني، نور ظلمونه او دجنګي جرمونو نورې بيلګې”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button