افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ايي ايم ايف وايي پاکستان سره به مرسته دوامداره وي

ايي ايم ايف وايي پاکستان سره به مرسته دوامداره وي

نړيوالې مالياتي ادارې پاکستان سره په مرسته کې ددرز په اړه تاثر رد کړى او ويلي يې دي مرسته به دوامداره وي او دنوي حکومت سره به خپله تګلاره مخ په وړاندې بوځي.
دډان ورځپانې دراپور له مخې په پاکستان کې دايي ايم ايف وياند له مخې دنوي حکومت سره په دميکرو اکنامک ثبات دودې او پروګرام په اړه اقداماتو لپاره نيغ په نيغه تماس دوامداره ساتلى شي.
دايي ايم ايف له لو لوري دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې په قامي اسمبلۍ کې دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک درد کولو وروستو دوزيراعظم عمران خان په وينا د صدر عارف علوي لخوا دقامي اسمبلۍ دماتولو دمنظورۍ وروستو په هيواد کې سياسي بې باوري او ګډوډى پيدا شويدى.
دخزانې وزارت دايي ايم ايف له بيان وروستو په جاري کړى شوې اعلاميه کې ويلي دخزانې ډويژن او ايي ايم ايف ددستاويزااتو تبادلې او دسيوي فنډ داسانتيا په اړه داصلاحاتو په بحث کې بوخت وؤ.
بيان کې ويل شوي دايي ايم ايف فنډ کې دځنډ اوازې سمې نه دي، ايي ايم ايف ددې پخلى کړى او په ډاګه کړې يې ده چې دپاکستان دميکرو اکنامک ثبات لپاره اوس هم ژمن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button