پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دچارسدې مدرسه کې دعلم ترلاسه کولو په طلب تللې جينۍ د جنسي زياتي ښکار

دچارسدې مدرسه کې دعلم ترلاسه کولو په طلب تللې جينۍ د جنسي زياتي ښکار

مدرسې چې عموماً دديني علومو مرکزونه ګڼل کيږي او دغلته خلک خپل بچي دديني زده کړو لپاره ليږي کله ناکله دديني زده کړو ددغو مرکزونو څخه داسې خبر مخې ته راشي چې انسان ورته حيران پاتې شي.
دچارسدې دسرډهيرو دښځو په يوه مدرسه کې هم ديوې پنځلس کلنې جينۍ سره دمدرسې دمهتمم قاري ځوې جبري جنسي زياتى کړيدى.
د زياتي ښکار شوې يوې 15 کلنې سيمه ييزې جينۍ ميډيا سره په خبرو کې دزياتي دپېښې په اړه ويلي “زه علم کوم، په دويمه درجه کې يم، مدرسه کې دشپې او دورځې اوسم”
هغې وويل ” زمونږ دقاري صيب زوې دى، هغه به ماته اوازونه کول، زه نه ورتلم ،په دغه ورځ باندې ما خپلې نمبرې کتې دپوزيشن، زه کور ته لاړم، چې هلته ده ماته اواز وکړو، زه ورنغلم، چې زه بيا بره وختم دى ما پسې بره راغى او کمرې ته يې راښکلم او لاسونه يې راله وتړل”
هغې وويل ملزم ورسره زياتى وکړو او له هغې وروستو يې خور هم راغله او کله چې هغه خپل کور ته ستنه شوه نو دهغې خور دکور خلک ددغه پېښې په اړه خبر کړل دکوم وروستو چې دکور خلک تاڼې ته لاړل او دملزم په ضد يې رپورټ درج کړو.
بل اړخ ته دپوليسو وينا ده چې هغوي ايف ايي ار درج کړى او دملزم دلټون لپاره هڅې روانې دي.
دخېبرپښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې له دې وړاندې هم جينکو او هلکانو سره دزياتي دغه رقم په سلګونو پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې دزياتي يو شمير ملزمانو ته دمحکمو له لوري سزاګانې هم شويدي خو ددې باوجود هم دزياتي ددغه پېښو مخنيوى نه دى باوري شوى.
دملګرو ملتونو ديو راپور له مخې په ټوله نړۍ کې هر کال تر يو ارب پورې ماشومان دمختلف قسمه تشدد نښه جوړيږي، په دغه راپور کې ويل شوي زياترو هيوادونو کې دماشومانو په ضد دتشدد په اړه قوانين خو موجود دي خو په دې عمل دنيشت برابر دى.
دملګرو ملتونو په يو بل راپور کې دنړۍ ټولو هيوادونو ته مشوره ورکړى شوې ده چې هغوي دې دخپلو ماشومانو دتحفظ لپاره يو شمير اقدامات وکړي چې پکې دماشومانو دتحفظ په اړه دقوانينو پځايې کول، دصنف په اړه دټولنې سوچ بدلول، ماشومانو لپاره دمحفوظ ماحول باوري کول، دماشومانو او موروپلار دڅارونکو کسانو لپاره دپروګرام متعارف کول، د ولس اقتصادي وضعيت ښه کولو ته پام ګرځول، دکم عمره مجرمانو لاپره دملاتړ دپروګرام پيل کول، دماشومانو په تعليم او دسکول په ماحول کار کول شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button