افغانستانمهم خبرونهنړۍ

د مقاومت ځواکونو اندراب کې د طالبانو پنځه لوي بريدونه په شا تمبولي دي، صبغت الله احمدي

د مقاومت ځواکونو اندراب کې د طالبانو پنځه لوي بريدونه په شا تمبولي دي، صبغت الله احمدي

کابل( وحدت نيوز) د مقاومت جبهې وياند وايي، د دوشنبې له ماسپښين راهيسې د خوج او اندراب په دره کې د طالبانو بريدونه په لومړۍ کرښه کې زور اخيستي دي.
صبغت الله احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه بريدونه له ځمکې او هوا څخه ترسره شوي او د طالبانو پنځه ستر بريدونه يې شنډ کړي دي.
ښاغلي احمدي وايي، د مقاومت د ځواکونو د بريد په ځواب کې د طالبانو “ځانمرګي او سرې قطعې” ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مقاومت د جبهې وياند زياته کړه: “طالبانو خپل ځواکونه پياوړي کړي او راتلونکو بريدونو ته چمتووالي نيسي. جګړه په شدت سره روانه ده او زموږ د جنګياليو مورال خورا لوړ دي.”
د طالبانو وياند په اندراب کې له مقاومتي ځواکونو سره د نښتو په اړه څه نه دي ويلي او اکثره وخت د دا ډول نښتو شتون ردوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button