افغانستانمهم خبرونهنړۍ

امير خان متقي :دداعش فعاليتونه قابو شوي،څيړونکي: داعش لويه حمله کولى شي

امير خان متقي :دداعش فعاليتونه قابو شوي،څيړونکي: داعش لويه حمله کولى شي

دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت سرپرست اميرخان متقي ويلي په افغانستان کې دتندروه ډلې داعش دهلو ځلو مخنيوى شوى فعاليتونه يې قابو شوي او دغه ډله په وروستيو مياشتو کې دکوم بريد ترسره کولو جوګه نه ده پاتې شوې خو څيړونکي وايي کيدى شي داعش دحملې په انتظار کې وي او يوه لويه حمله وکړي.
دچين رسنيو سره په خبرو کې اميرخان متقي يوځل بيا ژمنه کړې ده چې دافغانستان خاوره به دکوم هيواد لپاره ګواښ جوړ نه شي.
هغه وويل ” داعش په افغانستان کې په تيرو څلورو مياشتو کې کوم فعاليتونه نه دي ترسره کړي، مونږ ويلى شو چې اوس مهال افغانستان يو خوندي هيواد دى او مونږ چې دنړۍ سره کومې ژمنې کړي په هغې قايم يو، دا ژمنه چې دافغانسان خاوره به دکوم بل هيواد په ضدنه کارول کيږي”
امير خان متقي چين ته خپل وروستى سفر مثبت ګرځولى، دمارچ په مياشت کې داميرخان متقي په مشرۍ کې دطالبانو يو پلاوي چين ته سفر کړى و چرته چې هغوي دبهرنيو هيوادونو داستازو او لوړپوړو سفارتکارانو سره ناستې کړې وې.
وحدت نيوز چې کله په دې اړه دپېښور دمشر خبريال عرفان خان څخه نظر وپوښتو نو هغه وويل ” په تيرو څلورو مياشتو کې په افغانستان کې دداعش لخوا دحملې نه کولو مـطلب دا نه دى چې په افغانستان کې امن راغلى دى ځکه چې په تيرو وختونو کې، داشرف غني په حکومت کې به هم تر څه وخته دغسې حملې نه کيدې خو بيا به يو ناڅاپه داسې بده پېښه مخې ته راغله چې ټول افغانستان به يې وجړقولو او ورته به يې زيان ورسولو”
عرفان خان وويل” په څلورو مياشتو کې دحملې نه کيدل خو يو ښه ګام دى خو کتل به دا وي چې ايا دهغوي امنيتي نظام دومره موثره دى، دهغوي انټلي جنس دومره تکړه شويدي چې هغوي دا ټول څيزونه کنټرول کړيدي کنه داعش هم څه دموقعې انتظار کوي،هغه خپله څه منصوبه بندي کوي او دهغه په وجه دا څيزونه نه دي شوي”
دهغه وينا وه که فرض کړه دطالبانو حکومت، دهغوي نيټ ورک ختم کړى وي، په افغانستان کې، دا خو دافغانستان لپاره نه بلکې دپاکستان لپاره هم يو ښه ګام دى چې ددغه تنظيم دهلته نه صفايه(خاتمه) شوې ده، خو زما نه دى خيال چې که فرض که هغه په څلورو مياشتو کې حمله کول دافغانستان دامن سره تړلي نو دا ماته مناسب خبره نه ښکاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button