پاکستانمهم خبرونهنړۍ

پاکستان کې تجارتي خساره سيوا شوې،ډالر185 روپو ته لوړ شو

پاکستان کې تجارتي خساره سيوا شوې،ډالر185 روپو ته لوړ شو

دپاکستان تجارتي خساره دنهو مياشتو په مهال په کليز بنياد د70 فيصدو له اضافې وروستو په مارچ کې 35 اربه او 40 کروړه ډالر ته رسيدلې ده.
دډان ورځپاڼې دراپور له مخې په درامداتو کې دزياتې اضافې له امله تجارتي خساره پرله پسې دنهو مياشتو راهسې ډيره شوې ده او دمياشتې برامدات يواځې ددوه نيمو څخه دوه اربه او اتيا کروړه ډالر ترمينځ پاتې شويدي.
دپاکستان دشمارياتو ادارې له لوري جاري کړى شوې شميره څرګندوي چې دمارچ دمياشتې په مهال خساره ددرې اربه څخه ٤٥ کروړه ډالر پاتې شوې کومه چې دفرورۍ په پرتله ١٢ فيصده زياته او دمارچ 2021 په پرتله 5٫5 فيصده زياته وه.
دمالي کال 2017-18 کې تجارتي خساره دتاريخ ترټولو لوړې کچې 37 اربه او 70 کروړه ډالر ته رسيدلې وه، خو دحکومتي اقداماتو له امله په کال 2018-19م کې دا 31 اربه او 80 کروړه ډالر ته راکم شوي او په کال 2019-20 کې دنوي کمي سره 23 اربه او 20 کروړه ډالر کچې ته راغلي وؤ.
بل اړخ ته په هيواد کې د روپۍ په قدر کې پرله پسې کمى او دډالر په قدر کې اضافه روانه ده، د75 پېسو نور ګرانيدو وروستو په انټربينک کې ډالر د185 روپو او 30 پېسو ريکارډ کچې ته رسيدلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button