افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دبلخ عالمانو دنجونو دښوونځيو دپرانستو غوښتنه وکړه

دبلخ عالمانو دنجونو دښوونځيو دپرانستو غوښتنه وکړه

دافغانستان په بلخ ولايت کې يو شمېر ديني عالمانو له اسلامي امارت غوښتي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.
دغه ديني عالمان چې د مزارشريف ابوذر غفاري دارالعلوم کې سره راټول شوي وو، د اسلام په رڼا کې يې د نجونو د زده‌کړو پر دوام ټينګار کړى او د علم زده کړه يې پر (ښځو او نارينه وو) فرض ګڼلې ده.
طالبانو دجينکو لپاره د ثانوي ښوونځيو پرانستو ژمنه کړې وه خو تيره مياشت د ښوونځيو پرانستو څو ساعته وروستو له خپلې ژمنې څخه پشا شوي وو په کوم چې دافغانستان دننه او دبهرنيو حکومتونو له لوري سختې نيوکې روانې دي.
دطالبانو له لوري دجينکو دسکولونو علت تر دې مهاله نه دى په ډاګه کړى شوى خو دطالبانو يو وياند سهيل شاهين وينا ده چې ددغه معاملې ځينې عملي ستونزې دي چې هوارولو ته اړتيا لري.
دطالبانو دسخت دريځه اقداماتو له امله تر دې مهاله نړيوالې ورورولۍ هغوي په رسميت نه دي پيژندلي او افغانستان دبشري او اقتصادي بحران سره مخ دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button