معیشتمهم خبرونهنړۍ

سري لنکا کې اقتصادي بحران سخت شوى، کابينه يې مستعفي شوې

سري لنکا کې اقتصادي بحران سخت شوى، کابينه يې مستعفي شوې

په سري لنکا کې دسنګين معاشي بحران له امله دغه ټول هيواد داحتجاجونو په غيږه کې دى دکوم وروستو چې دسري لنکا دکابينې 26و غړو استعفا ورکړې ده.
دبهرنۍ ميډيا دراپور له مخې دسري لنکا کابينې په هيواد کې دروان معاشي بحران او حکومت په ضد داحتجاجونو له امله استعفا ورکړې ده.
دسري لنکا دصدر ګوټاپايا راجا پکسا او دهغه مشر ورور وزيراعظم مهنداراجا پکسا اوس هم خپل فرايض ترسره کوي.
په کولمبو کې دمخالفو ګوندونو غړو دګرځ بنديز دسرغړونې کولو په ترڅ کې په احتجاجي مظاهره کې ګډون کړى او له صدر څخه يې په سملاسي توګه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې ده.
دايمرجنسي لاندې پوځ ته دکوم تن دنيولو او بندي کولو واک ورکړى شويدى.
دمظاهره چيانو له لوري په صدارتي محل دحملې وروستو صدر راجا پکسا په ټول هيواد کې دشپې ګرځ بنديز لګولى دى.
په ټولنيزه ميډيا دبنديز باوجود دسري لنکا په بيلا بيلو ښارونو کې دحکومت په ضد دمظاهرو لړۍ دوامداره ده، دپوليسو او مظاهرينو ترمينځ نښتو کې ګڼ کسان ژوبل شوي هم دي.
پوليسو دمظاهره چيانو دخورولو لپاره داوبو دتوپو او اوښکو بهيونکى ګاز کارولى او مظاهره چيانو په پوليسو کاڼي ورولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button