افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ټام ويسټ حامد کرزي سره دافغان نجونو ښوونځيو ته په ستنيدو غږيدلي

ټام ويسټ حامد کرزي سره دافغان نجونو ښوونځيو ته په ستنيدو غږيدلي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ويلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې په خبرو کې د افغان نجونو د زر تر زره ښوونځيو ته د ستنېدو په اړه او همدارنګه د راتلونکي د ټاکلو لپاره د ملي مشورتي بهير پر اړتيا خبرې وکړې.
خواوشا اووه مياشتې دمخه دافغانستان واک ترلاسه کوونکې سخت دريځې ډلې دجينکو لپاره ثانوي ښوونځيو پرانستو ژمنه کړې وه خو تيره مياشت د ښوونځيو پرانستو څو ساعته وروستو له خپلې ژمنې څخه پشا شول په کوم چې دافغانستان دننه او دبهرنيو حکومتونو له لوري سختې نيوکې روانې دي.
دهيواد پخوانى ولسمشر حامد کرزي د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانستلو ملاتړى دى او په وار وار يې پر طالبانو غږ کړى چې د ښوونځيو دروازې د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړي، ټام ويسټ په څو پړاوونو کې په قطر او ناروى کې د طالبانو له استازو سره وکتل او له طالبانو سره يې د امريکا د خبرو اترو دوام وکړو.
د طالبانو د موقت حکومت پر جوړښت او د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه د دغې ډلې پر پرېکړې له پراخو نيوکو سره سره، طالبان د بشري حقونو، په تېره بيا د ښځو د حقونو په اړه د نړيوالو غوښتنو له پامه غورځولو او له استازو سره د يوه ټول شموله حکومت جوړولو څخه په انکار طالبان دسخت نړيوال فشار سره مخ دي او تر دې مهاله دنړيوالې ورورولۍ له لوري يې حکومت په رسميت نه دى پيژندل شوى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button