پاکستانسیاستمهم خبرونه

دشهبازشريف صدر ته موقتي وزيراعظم لپاره دنوم وړانديز کولو څخه انکار

دشهبازشريف صدر ته موقتي وزيراعظم لپاره دنوم وړانديز کولو څخه انکار

 دموقتي وزيراعظم ګمارنې  په معامله صدر ډاکټر عارف علوي  وزيراعظم عمران خان  او   دماتې شوې قامي اسمبلۍ دمخالفو ګوندونو  مشر شهبازشريف   څخه دموقتي وزيراعظم   دچوکۍ  لپاره نومونه غوښتي دي خو دمخالفو ګوندونو مشر شهبازشريف  موقتي وزيراعظم لپاره صدر ته دنوم وړانديز کولو څخه انکار کړيدى.

پخپل يو بيان کې شهبازشريف ويلي صدردايين دماتولو مرتکب شوى نو ځکه دايين ماتوونکو سره څنګه خبرې کيدى شي؟

شهبازشريف ويلي  دموقتي وزيراعظم لپاره به دصلاح مشورې برخه نه جوړيږي، دټاکنو په لوري به داصلاحاتو وروستو ځي.

هغه ويلي دي چې صدر علوي، عمران خان، سپيکر او ډپتي سپيکر ايين مات کړى، دايين او قانون ماتونکي  ورته څنګه خط ليکلى شي؟

  که وزيراعظم او دمخالفو ګوندونو مشر په دريوو ورځو کې  دموقتي وزيراعظم لپاره په نومونو متفق نه شول نو معامله به پارليماني کميټۍ ته ځي، وزيراعظم او دمخالفو ګوندونو مشر به  دسپيکر جوړې کړى شوې پارليماني کميټۍ ته دوه، دوه نومونه ليږي.

 دصدر علوي له لوري ليکل شوي خط دمتن له مخې سپيکر به  په مخالفو ګوندونو او حکومتي غړو مشتمل ٨ کسيزه  کميټي جوړوي  کومه چې به  دموقتي وزيراعظم پريکړه کوي  او دموقتي وزيراعظم ګمارنې پورې  به  عمران خان  دوزيراعظم په توګه فرايض ترسره کوي.

 دارټيکل ٢٢٤ اى   يو لاندې  به دهيواد صدر دوزيراعظم او مخالفو ګوندونو دمشر پخپل مينځي مشورې سره موقتي وزيراعظم نوموي.

  په ډاګه دې وي چې تيره ورځ دقامي اسمبلۍ دمرستيال سپيکر له لوري  دوزيراعظم عمران خان په ضد  دمخالفو ګوندونو له لوري  دبې باورۍ تحريک د اساسي قانون په ضد دګرځولو او ردولو وروستو وزيراعظم عمران خان  قام ته  په ټي وي  دلنډې  وينا په مهال  اعلان کړى و چې هغه صدر ته داسمبلو دماتولو خواست کړى کوم چې وروستو صدر منظور  کړى او اسمبلي يې ماته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button