پاکستانسیاستمهم خبرونه

موقتي وزيراعظم لپاره دډاکتر عشرت حسين او پخواني مشر قاضي ګلزار احمد په نومونو غور

موقتي وزيراعظم لپاره دډاکتر عشرت حسين او پخواني مشر قاضي ګلزار احمد په نومونو غور

اسلام اباد( وحدت نيوز)
تحريک انصاف دسټيټ بينک دپخواني ګورنر ډاکټر عشرت حسين او يا پخواني مشر قاضي ګلزار احمد په نومونو دموقتي وزيراعظم په توګه غور پيل کړيدى.
دځايي ميډيا راپورونو له مخې په هيواد کې دنوو ټاکنو پورې دموقتي وزيراعظم لپاره دتحريک انصاف مشرتاپه په مختلفو نومونو غور پيل کړيدى، دې لړ کې دګوند دقيادت سره لمړۍ صلاح مشورې هم شويدي.
دسرچينو وينا ده چې دتحريک انصاف لخوا دموقتي وزيراعظم لپاره دسټيټ بينک پخواني ګورنر ډاکټر عشرت حسين او پخواني مشر قاضي ګلزار احمد په نومونو غور پيل شويدى.
دسرچينو وينا ده تحريک انصاف به دخپل ايتلافي ګوند(ق) ليګ څخه هم دموقتي وزيراعظم لپاره په مختلفو نومونو صلاح مشوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button