افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل:انس حقاني وايي ښوونځي دې خلاص شي

کابل:انس حقاني وايي ښوونځي دې خلاص شي

د طالبانو د قطر دفتر غړي انس حقاني ويلي دي چې کوم کسان چې د نجونو د ښوونځيو مخالفت کوي پيژندل شوي دي ، خو د ځينو نزاکتونو په سبب نه رسوا کيږي
انس حقاني پخپل ټويټ کې ويلي دي چې که د ښوونځيو خلاصيدل وځنډول شي او نورې خرابۍ وزيږي ښايي دوي هم افشا شي چې بيا به ځانونو پورې حيران وي . ده ويلي دغه کسان دې اوس بيا تجديد نظر وکړي . انس حقاني زياته کړې چې ښوونځي دې خلاص شي .
بين المللي ورورولۍ افغانستان ته ورکړى کيدونکو بهرنيو مرستو او دطالبانو دحکومت تسليمولو لپاره دښځو روزګار او دتعليم حق لويې شرط ايښودى.
طالبانو د١٩٩٦ څخه ٢٠٠١ء پورې دخپل لمړي حکومت په مهال دخپلې کړې شوې سختې رويې او اقداماتو پځايې اوس په واک کې دنرمۍ ژمنه کړې وه خو اوس داقتدار سمبالولو وروستو دهغوي دحکومت له لوري ښځې خواوشا دټولو حکومتي ملازمتونو څخه لرې کړى شوي او ورته دطالبانو دسخت دريځه تشريح له مخې دلباس اغوستو حکم شوى، طالبانو پارکونو ته دخلکو تګ په صنفي اساس ويشلى او ښځو ته بغير له محرم څخه دسفر کولو اجازه نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button