معیشت

دبوړکي خرلاچۍ ټرمينل دې نور فعاله کړى شي،دکرمې دمشرانو غوښتنه

دبوړکي خرلاچۍ ټرمينل دې نور فعاله کړى شي،دکرمې دمشرانو غوښتنه

 پاړه چنار کې  يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال  دمدني ټولنې او  نورو ډلو مشرانو حاجي سيد نجات حسين، جلال بنګش، حاجي علي جواد، مسرت حسين، ميرافضل طوري، سيد نبي حسين او نورو وويل  د کابل سره ترټولو نزدې تجارتي لاره بوړکي خرلاچي دې نوره هم فعاله کړى شي  او سرحدي منډۍ دې هم په دې لاره جوړه کړى شي.

دوي وويل  که خرلاچي بوړکي پوله له پامه وغورځولى شوه نو  دوي به  سخت احتجاج کوي  او عدالت ته به مراجعه کوي.

 ددوي وينا وه چې  دسلګونو کلونو راهسې فعاله دافغانستان دتجارتي لارو له پامه دغورځولو اجازه به چاته نه ورکوي او زياته يې کړه چې که چرې  حکومت يې ضرورت محسوسوي نو ديو څخه دې په زياتو ځايونو تجارتي منډۍ جوړه کړى شي.

 دوي وويل  په شمالي وزيرسان کې په دريوو ځايونو تجارتي منډۍ جوړولى شي  او کرمه کې يواځې  په يو ځايې دمنډۍ جوړولو پريکړه شوې ده کومه چې به بيخي ونه منلى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button