افغانستانپاکستانمهم خبرونه

کابل کې دلاسي بم چاودنې 57 کسان ژوبل کړيدي

کابل کې دلاسي بم چاودنې 57 کسان ژوبل کړيدي

دافغانستان په پلازمېنه کابل کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 57 کسان ژوبل شويدي.
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ويلي داتوار په ورځ سحر مهال دکابل دپېسو دبدلولو په بازار ، سرايى شهزاده کې يوه چاودنه کې لس کسان ژوبل شويدي خو دکابل ايمرجنسي اين جي او روغتون پخپل يو ټويټ کې ليکلي چې چاؤدنه کې 57 کسان ژوبل شوي چې پکې 30 په مختلفو وارډونو کې داخل دي.
دکابل دايمرجنسي روغتون وينا ده چې په ژوبل شوو کې ديو شمير کسانو حالت نازک دى.
وزارت ويلي دغه چاودنه دلاسي بم نتيجه وه کوم چې دهاغه تن له لوري بازار ته غورځول شوى، چاچې په سيمه کې دډاکې پلان لرلو او زياته کړې يې ده چې دپېښې پلټنې دوامداره دي.
دبريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button