پاکستانسیاستمهم خبرونه

شاه محمود قريشي وايي :مخالف ګوندونه دنېب دکيسونو او دکرسۍ دلالچ له امله دعمران په ضد سازش کوي

شاه محمود قريشي وايي :مخالف ګوندونه دنېب دکيسونو او دکرسۍ دلالچ له امله دعمران په ضد سازش کوي

  دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي  مخالف ګوندونه  دنېب  کيسونو  په  ويره او دکرسۍ په لالچ کې مبتلا دي نو ځکه دعمران خان په ضد سازش کوي.

 دقامي اسمبلۍ له غونډې څخه دمخه  دپارلمان په راهدارۍ کې  ميډيا سره دخبرو په مهال  دبهرنيو چارو وزير وويل  کتل به دا وي چې که دپاکستان په ضد سازش روان دى او دپاکستان په  داخلو مسايلو کې مداخلت روان دى نو ايا دپاکستان اساسي قانون ددې څيز اجازه ورکوي؟

 هغه وويل”  که چرې  دقامي امنيت کميټۍ پليټ فارم پريکړه کوي چې  مونږ ته ددې  مداخلت په ضد سياسي تګلاره جوړول پکار دي  او خارجه دفتر ته لارښونه کوي  او دامريکايي ناظم الامور په راغوښتو مونږ سياسي تګلاره جوړوو نو داپوزيشن سازشي ټولګى دې دا  ووايي چې  ددې ګنجاش په اساسي قانون کې شته؟”

  دبهرنيو چارو وزير وويل  ايا دا مهال دهيواد يو منتخب حکومت لرې کول دپاکستان په  ګټه دي؟ چې يو اړخ ته هند ميزايل داغي، دافغانستان وضعيت دومره سنګين دى او دتيلو او غنمو  بيعې  داسمان سره خبرې کوي، ايا دا جمهوريت دى چې دپاکستان ګټې په داو ولګولى شي؟

 خارجه وزير وويل”   ايا دنظام په ضد سازش به  دپاکستان ولس وزغمي ، زه وايم چې قام به خاموش نه پاتې کيږي، تاسو وکتل چې په 27م مارچ خلک ددوې په ضد راووتل”

 شاه محمود قريشي وويل دپي ټي ايي غړو ته خواست کړى چې قانون دې په لاس کې نه اخلي،ودانيو ته دې زيان نه رسوي، په چا دې لاس نه پورته کوي  دا زمونږ تګلاره ده، مونږ ته دخپلې نظريې دفاع کول دي، دپاکستان دګټې ددفاع کولو په ترڅ کې دپاکستان  دعظمت لپاره غږ پورته کول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button