پاکستانسیاستمهم خبرونهنړۍ

صدرعارف علوي قامي اسمبلي ماته کړه،سترې محکمې دمعاملې نوټس واخستو

صدرعارف علوي قامي اسمبلي ماته کړه،سترې محکمې دمعاملې نوټس واخستو

دپاکستان صدر عارف علوي  دوزيراعظم عمران خان دقامي اسمبلۍ ماتولو  خواست منلى او دقامي اسمبلۍ دماتولو منظوري  يې ورکړې ده

بل لوري ته سترې محکمې دقامي اسمبلۍ دماتولو دمعاملې نوټس اخستى او په دې اړه يې ځانګړى بينچ جوړ کړيدى. له دې وړاندې مخالفو ګوندونو سترې محکمې ته دوزيراعظم داقدام دنوټس اخستو خواست کړى و.

 له دې وړاندې  دقامي اسمبلۍ دمرستيال سپيکر له لوري  دوزيراعظم عمران خان په ضد  دمخالفو ګوندونو له لوري  دبې باورۍ تحريک د اساسي قانون په ضد دګرځولو او ردولو وروستو وزيراعظم عمران خان  قام ته  په ټي وي  دلنډې  وينا په مهال  اعلان کړى چې هغه صدر ته داسمبلو دماتولو خواست کړيدى.

بل اړخ ته  مخالفو ګوندونو دوزيراعظم او مرستيال سپيکر داقداماتو په ضد په قامي اسمبلۍ کې احتجاج پيل کړيدى.

 په ډاګه دې وي چې  له دې وړاندې  په قامي اسمبلۍ کې  دغونډې په مهال مرستيال سپيکر قاسم سوري  دمخالفو ګوندونو له لوري دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ  تحريک داساسي قانون سره په ټکر ګرځولى او رد کړى يې و.

 قام ته پخپله وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل  له بهر څخه جوړ شوى سازش سپيکر نن مسترد کړيدى په کوم چې هغه ټول قام ته مبارکي ورکوي.

 عمران خان وويل ټول قام پريشانه و چې غداري روانه وه، زه هغوي ته پيغام ورکووم چې  قام به  دغه رقم سازش کاميابيدو ته نه پريږدي، مونږ دايني  طاقت دکارولو دلارې دا پريکړه کړې ده، عمران خان وويل دبې باورۍ تحريک بهرنۍ ايجنډا وه.

دپاکستان پيپلز ګوند  مشر بلاول بوټو دوزيراعظم له لوري صدر ته داسمبلو ماتولو په خواست خپل ردعمل کې  ويلي دقامي اسمبلۍ  مرستيال  سپيکر يو غيراييني کار کړيدى، هغه وويل  په قامي اسمبلۍ کې به  تر هغې  احتجاج کوي ، ترڅو چې ورته خپل جمهوري حق نه وي ورکړى شوى.

هغه وويل  هغوي  دقامي اسمبلۍ دسپيکر په ضد هم دبې باورۍ تحريک هم جمع کړى شوى، دغه حق ترې هم تروړل شويدى، هغه  دعمران خان دغه ګام دافسوس وړ او غير اييني دى.

بلاول بوټو وويل دميدان څخه په تېښتې کولو عمران خان ځان د ولس په وړاندې بې نقابه کړيدى، وزيراعظم  دبې باورۍ له تحريک څخه تېښته کوي

 همدغه راز دمخالف ګوند مسلم ليګ(ن) وياندې مريم اورنګزيب ميډيا سره دخبرو په مهال ويلي   عمران خان دهيواد په ضد دغدارۍ مرتکب شويدى.
دعمران خان پخوانۍ  کورودانې او خبريالې ريحام خان  پخپل يو ټويټ پيغام کې ويلي  عمران خان چې  کوم  سرپرايز(حيرانونکى اقدام) کړى، دهغې   توقعو کيده، کوم چې  پخپلې خودغرضۍ کې  په ايوان اور لګول دي

 همدغه از  دپاکستان  مشر خبريال حامد مير   دعمران خان   داسمبلو دماتولو پريکړه دايين په ضد ګرځولې ده او ويلي يې  دموقتي حکومتي حکومت جوړيدو په اړه وزيراعظم ته په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو دمشر سره صلاح مشوره کول وي  کومه چې نه ده شوې.

 دمخالفو ګوندونو دتګلارې په اړه  حامد مير وويل  پخواني صدر اصف علي زرداري ورته ويلي دقامي اسمبلۍ مرستيال سپيکر او عمران خان دواړو غيراييني ګام اخستى دى او هغوي په دې اړه  خپلو وکيلانو ته دتيارۍ کولو وينا کړې ده او سترې محکمې ته نن مراجعه کوي.

 ددې ترڅنګ  دسلمان اکرم راجا په نوم يو قانوني ماهر هم دوزيراعظم عمران خان دغه ګام داساسي قانون په ضد ګرځولى  او ويلي يې دي چې  کتل به دا وي چې که چرې  دوزيراعظم اقدام غيرايني وي نو هغه چې کوم اعلان کړى هغه به هم غيراييني وي.

هغه وويل که چرې عدالت مداخلت وکړي نو دعمران خان لخوا صدر ته داسمبلو ماتولو خواست   رديدى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button