پاکستانسیاستمهم خبرونه

عمران خان به وزيراعظم پاتې شي که نه؟ پريکړه نن کيږي

عمران خان به وزيراعظم پاتې شي که نه؟ پريکړه نن کيږي

 که چرې دعمران خان په ضد دبې باورۍ  تحريک کاميابيږي نو هغه به دبې باورۍ دتحريک دلارې  له واک څخه لرې کړى شوى لمړى وزيراعظم وي.

 دمخالفو ګوندونو  له لوري په قامي اسمبلۍ کې دوړاندې کړى شوي بې باورۍ دتحريک دناکامۍ لپاره ضروري ده چې عمران خان  د172ؤ غړو ملاتړ ترلاسه کړي خو بل اړخ ته  دعمران خان حکومت په قامي اسمبلۍ کې خپل اکثريت درلاسه ورکړى، دا مهال په قامي اسمبلۍ کې  دعمران خان او دهغه دايتلافي غړو شميره 164 او دمخالفو ګوندونو دغړو شميره 177ؤ ته رسيدلې ده دکوم څخه چې په ډاګه کيږي چې  عمران خان په سخته خطره کې دى.

عمران خان نن په ټول هيواد کې  دخپل ګوند کارمندانو ته  داحتجاجونو کولو  غږ کړى او ددې ترڅنګ يې  ويلي هغه به نن دبې باورۍ په تحريک کې کاميابيږي.

 خو مخالف ګوندونه  بيا په قامي اسمبلۍ کې دخپل اکثريت په اساس  دوزيراعظم  له واک څخه دلرې کولو  پوخ  اميد لري  او وايي  دعمران خان څخه به  نن قام ته نجات ورکړي.

 مخالفو ګوندونو تيره مياشت په ٨م مارچ دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ  تحريک جمع کړى و او ددې ترڅنګ يې  دقامي اسمبلۍ دغونډې رابللو خواست هم کړى و.

 داساسي قانون لاندې دقامي اسمبلۍ سپيکر  داسمبلۍ دغونډې رابللو دخواست جمع کيدو څخه وروستو په ١٤ؤ ورځو کې دغونډې رابللو پابند دى،  دبې باورۍ   تحريک  پارلمان کې  دوړاندې کيدو څخه  لږ ترلږه درې ورځې وروستو  او داوؤ ورځو څخه دمخه  په دې درايې اچونې عمل ترسره کيږي، دکوم لاندې چې په 22م مارچ غونډه رابلل وؤ.

خو په دغه مهال  داسلامي همکاريو دډلې( او ايي سي) دبهرنيو چارو دوزيرانو دکونسل 48مې غونډې له امله   دقامي اسمبلۍ په هال کې دډول سينګار کار دوامداره ؤ.

 دقامي اسمبلۍ سپيکر په 21م مارچ يو نوټيفيکيشن جاري کړى او په 25م مارچ يې غونډه رابللې وه  کوم چې  دمړ شوي قامي اسمبلۍ دغړي خيال زمان او نورو لپاره  دفاتحه خوانۍ وروستو په سمدستي ډول ځنډول شوى وى دکوم وروستو چې په 28م مارچ  په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهبازشريف د161 غړو په ملاتړ دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ  تحريک وړاندې کړى و.

 له دې وړاندې  دبې باورۍ دتحريک دوړاندې کيدو څخه دمخه  دواکمن ګوند تحريک انصاف ځينې  غړي  دمخالفو ګوندونو سره ملګري شوي وؤ اؤ دتحريک انصاف دغو اوړيدلو غړو  داسلام اباد په سندهـ هاوس کې  پناه اخستې وه.

داوړيدلو غړو دمعاملې مخې ته دراتللو وروستو دغو اړو ته دمخالفو ګوندونو په حق  کې په ووټ اچولو خبردارى ورکړى شو او په باضابطه توګه  ورته دعلت څرګندنې نوټسونه هم جاري کړى شوي وؤ.

 خو دحکومت تله يو څه هاغه وخت درنه شوه کله چې دهغوي اتحادي ګوند مسلم ليګ(ق) له لوري  دبې باورۍ په تحريک کې دحکومت دملګرتيا اعلان وکړى شو دکوم په بدله کې چې چوهدري پرويز الهي  سره  دپنجاب دپي ټي ايي  دوزيراعلي عثمان بزدار په حايې  دوزيراعلي جوړولو ژمنه  وشوه او ورته دمرورو غړو دملاتړ کار وسپارلى شو.

 ددغه  پرمختګ وروستو په 28م مارچ په پنجاب کې دمخالفو ګوندونو له لوري دپنجاب دوزيراعلي عثمان بزدار په ضد دبې باورۍ تحريک جمع کړى شو، خو وزيراعلي بزدار هم په دغه ورځ خپله  استعفا وزيراعظم عمران خان ته وړاندې کړى  کومه چې پينځه وروستو وروستو دپنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور منظور کړې وه.

 داوړيدلو غړو  مخې ته  ته په راتللو  دګوند له تګلارې څخه  دمخ اړولو په صورت کې  دتل عمري نااهلۍ  دهڅې کولو په ترڅ کې په هغوي فشار واچولى شو  او ددې مقصد لپاره داساسي قانون ددفعه 63 اى تشريح لپاره  په ستره محکمه کې ريفرنس جمع کړى شو.

  خو حکومت ته دوهمه لويه ضربه هاغه مهال ورسيده کله چې   دمخالفو ګوندونو اتحاد په  مرکز او په بلوچستان کې دپي ټي ايي  اتحاد ګوند بلوچستان عامي پارټي( بي اى پي) په قايلولو کې  کامياب شو او دهغوي دپينځوؤ څخه څلورو داسمبلۍ غړو دبې باورۍ په تحريک کې دوزيراعظم په ضد درايې اچونې  ژمنه وکړه او ددې ترڅنګ   دحکومت يو بل اتادي متحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) هم  دحکومت سره ملګرتيا پريښوده او دمخالفو ګوندونو سره يې دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ په تحريک دملګرتيا اعلان وکړو دکوم له امله چيې په ډاګيز ډول  په قامي اسمبلۍ کې  واکمن ګوند خپل اکثريت دلاسه ورکړو.

 وزيراعظم عمران خان په ٢٧م مارچ داسلام اباد په پريډ ګراونډ کې يوې جلسې ته دوينا په مهال  دخپل جيب څخه يو خط راويستلى او ويلي وو چې  په هيواد کې دبهر څخه دپېسې په زور  دهغه دحکومت  دبدلولو هڅه کولى شي او هغه ته ليکلې دړکه ورکړى شوې ده، عمران خان دغه خط خپلو پلويانو ته ښودلى و خو دلوستلو څخه پرته يې بيرته په جيب کې ايښودى و.

 وروستو  عمران خان ويلي  وو دغه خط هغه ته دامريکا له لوري  ليږل شوى  خو دامريکا  خارجه محکمې  دعمران خان دغه تور رد کړى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button