پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپنجاب ګورنر لرې کړى شو،دقامي اسمبلۍ دسپيکر په ضد هم دبې باورۍ تحريک جمع

دپنجاب ګورنر لرې کړى شو،دقامي اسمبلۍ دسپيکر په ضد هم دبې باورۍ تحريک جمع

 دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک درايې اچونې لپاره دقامي اسمبلۍ غونډه نن يوولس نيمې بجې پيل کيږي.

په عين حال کې  مخالفو ګوندونو دواکمن ګوند پي ټي ايي  سره دتعلق لرونکي قامي اسمبلۍ دسپيکر اسد قيصر په ضد هم دبې باورۍ تحريک جمع کړيدى.

دسرچينو وينا ده  دواکمن ګوند تحريک انصاف دقامي اسمبلۍ خواؤشا يو درځن مرورو غړو چې په سندهـ هاؤس کې يې پناه اخستې وه، دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ  په  تحريک درايې اچونې  قامي اسمبلۍ ته رسيدلي دي.

 دقامي اسمبلۍ دغړو پارلمان ته دورتګ لړۍ دوامداره ده او دمخالفو ګوندونو مشر شهبازشريف هم  پارلمان ته رسيدلى دى.

 داطلاعاتو دوفاقي وزير فواد چوهدري وينا ده چې  وفاقي حکومت دپنجاپ ګورنر چوهدري محمد سروسر دهغه دڅوکۍ څخه لرې کړيدى، دپنجاب دنوي ګورنر اعلان به وروستو کولى شي، داساسي قانون له مخې به مرستيال سپيکر  دپنجاب ګورنر وي.

 دپخواني وزيراعظم او مسلم ليګ(ن) ديو لارښود شاهد خاقان عباسي وينا ده  دپنجاب ګورنر  چوهدري سرور  له دې امله لرې کړى شوى چې  هغه دغيرايني کار څخه انکار کړى، خاقان عباسي ويلي  دپنجاب ګورنر ته ويل کيدل چې نن دې دپنجاب اسمبلۍ غونډه وځنډوي.

  مرکزي حکومت تر دې مهاله دپنجاب دګورنر دلرې کولو علت نه دى په ډاګه کړى

په عين حال کې  دابادۍ په لحاظ سره دپاکستان ترټولو لويې صوبې پنجاب کې  دايوان دلارښود لپاره درايې اچونه نن کيږي دکوم دلارې چې به  ددغه صوبې دنوي وزيراعلي ټاکنه کيږي.

 دپنجاب  دنوي وزيراعلي لپاره   دمخالفو ګوندونو کانديد  شهباز شريف  اؤ دواکمن ګوند او مسلم ليګ(ق) کانديد  پرويز الهي دى، ددواړو ترمينځ دسختې مقابلې توقعو کيږي.

  دعمران خان پخوانو ملګرو جهانګير ترين، عليم خان او دواکمن ګوند پي ټي ايي ځينو غړو دحمزه شهباز دملاتړ اعلان کړيدى، همدغه راز دترين ډلې  دريوو غړو او پي ټي ايي  دپرويز الهي ملاتړ کوي.

 بل اړخ ته دمسلم ليګ(ن) يو بل لارښود احسن اقبال ويلي  وزيراعظم عمران خان ته  دنفسياتي او دماغي معاينې کولو اړتيا ده.

 ميډيا سره په خبرو کې هغه ويلي  دا تن چې ګڼي دهغه څخه پرته ټول هيواد غدار  او وطن فروش دى   دده دنفسياتي او  دماغي طبي  معاينې کولو ته اړتيا ده.

بل اړخ ته دسرچينو وينا ده دعمران خان په ضد دبې باورۍ  په تحريک  درايې اچونې  په ورځ دپارلمان هاوس څخه بهر دواکمن ګوند تحريک انصاف  پينځه  کارکوونکي نيول شويدي، داسلام اباد پوليسو پينځه واړه غړي  ابپاره تاڼې ته بوتللي دي.

 په اسلام اباد کې  دضلعي انتظاميې له لوري دفعه ١٤٤  لګول شوې ده او ريډزون په بشپړ ډول تړل شويدى.

 په ډاګه دې وي چې عمران خان تيره ورځ خپلو کارمندانو ته په ټول هيواد کې  دهغه په ضد دبې دباورۍ دتحريک دړاندې کيدو په ورځ(نن) داحتجاجو او ريليو ترسره کولو غږ کړى و.

  دمقامي ميډيا راپورونه وايي دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ  دتحريک په قامي  اسمبلۍ کې دوړاندې کيدو په مهال دتاوتريخوالي رامينځته کيدو انديښنه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button