پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپښتونخوا بلدياتي ټاکنې :عمران خان وايي ولس غداران رد کړيدي

دپښتونخوا بلدياتي ټاکنې :عمران خان وايي ولس غداران رد کړيدي

پېښور( وحدت  نيوز) وزيراعظم عمران خان  په خېبرپښتونخوا کې تيره ورځ ترسره شوو بلدياتي ټاکنو کې  په ممکنه زياتو چوکو  ګټلو  دخېبرپښتونخوا وزيراعلي محمدخان ته مبارکي ورکړې او ويلي يې  چې  دخېبرپښتونخوا ولس  په بهرنيو مالکانو خرڅ شوي غداران  په سختۍ سره مسترد کړيدي.

 وزيراعظم عمران خان  پخپل يو ټويټ پيغام کې په خېبرپښتونخوا کې  دواکمن ګوند ممکنه ګټې ته په اشارې کولو سره ليکلي دا دهاغو ټولو غدارانو لپاره لمړى خبردارى دى چې  دهغوي لپاره پخپلو حلقو کې څه انتظار کوي.

  په خېبرپښتونخوا کې تيره ورځ  ددوهم  پړاؤ د بلدياتي ټاکنو   دغيرحتمي او غير سرکاري  پايلو مخې ته دراتللو لړۍ دوامداره ده.

 تر دې مهاله دغيرحتمي او غيرسرکاري  پايلو له مخې  په 64ؤ تحصيل کونسلو کې د31 پايلې بشپړ شوي  چې پکې  واکمن ګوند تحريک انصاف ترټولو زياتو 13ؤ تحصيل کونسلو کې  کامياب ګرځيدلي او په 14و تحصيل کونسلو کې يې  کانديدان وړاندې دي.

 تر دې مهاله دغيرحتمي او غيرسرکاري پايلو له مخې په 6و تحصيل کونسلو کې  ازاد کانديدان  بريالي ګرځول شوي  او په يو تحصيل کونسل کې ازاد کانديد وړاندې دى، په خېبرپښتونخوا کې  مخالف ګوند جى يو ايي(ف) په 5ؤ تحصيل کونسلو کې  بريالي شويدي  او په 7ؤ تحصيل کونسلو کې  وړاندې دي.

 مسلم ليګ(ن) يو تحصيل کې بريالى دى او په 5ؤ تحصيل کونسلو کې  دمسلم ليګ(ن) کانديدانو ته برتري ترلاسه ده.

همدغه راز جماعت اسلامي په 3و تحصيلونو کې  کاميابي ترلاسه کړې او په 2ؤ تحصيل کونسلو کې وړاندې ده، ددې ترڅنګ پيپلز ګوند يو تحصيل کې کامياب او په يو کې وړاندې دى.

همدغه راز دعوامي نيشنل ګوند کانديدان په دوو تحصيل کونسلو کې بريالي شويدي.

په عين حال کې  دواکمن ګوند تحريک انصاف لارود او دخزانې وزير تيمور  خان جهګړا په يو ټويټ  کې دعوه کړې ده چې  تحريک انصاف دبلدياتي ټاکنو په دوهم پړاؤ کې ترټولو زياتو 32ؤ چوکو باندې کاميابي ترلاسه کړې ده.

بل اړخ ته دخېبرپښتونخوا وزيراعلي  وزيراعلي  محمودخان  هم دبلدياتي ټاکنو په دويم پړاؤ کې  په ممکنه کاميابۍ  دخپل ګوند کانديدانو او کارکوونکو ته مبارکي ويلې او ويلي يې دي چې  دبلدياتي ټاکنو په دوهم پړاؤ کې دپي ټي ايي کاميابي  دحق او رښتياؤ ګټه ده او زياته کړې يې ده چې  دبلدياتي ټاکنو پايلو ثابت کړې ده چې  دصوپې ولس دعمران خان سره په کلکه ولاړ دي.

محمودخان   ويلي   ددې ټاکنو پايلې  دمخالفو ګوندونو لپاره لويې سبق دى او اوس  بايد هغوي سترګې پرانيزي، محمودخان پخپل بيان کې خپل سياسي مخالفين غله ګرځولي کوم چې دهغه په قول دصوبې ولس مسترد کړيدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button