افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دچين دولسمشر افغانستان لپاره دکوټلي ملاتړ اعلان

دچين دولسمشر افغانستان لپاره دکوټلي ملاتړ اعلان

دچين ولسمشر شي جن پنګ  په چين کې سيمه ييز کانفرنس ته په وينا کې دافغانستان دکوټلي ملاتړ  داعلان کولو په ترڅ کې ويلي  افغان ولس  ديو پرامنه، باثباته، پرمختللي او خوشحال افغانستان ارمان لري.

 دنړيوالې خبري ادارې اى پي  له مخې شي په آنهويي ولايت کې دسيلګرۍ صنعت مرکز تونشي کې  جن پنګ افغانستان، چين، روس،پاکستان، ايران، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان  داستازو په يوه غونډه کې  پخپل يو پيغام کې دافغانستان لپاره دچين دملاتړ ژمنه کړې کوم چې  دجګړه ځپلي هيواد څخه دامريکايي پوځ دوتلو وروستو دغلته دلارښوونې دکردار ادا کولو دچين خواهش څرګندوي.

 دچين ولسمشر وويل  چين دافغانستان دخپلواکۍ، ازادۍ او سيمه ييز سالميت تل درناوى کړى  او دافغانستان دپرامنه او باثباته پرمختګ  په اړه دملاتړ لپاره ژمن دي.

 په ډاګه دې وي چې  چين په دې وروستيو کې څو کرته دطالبانو دحکومت لپاره مرسته ليږلې او په افغانستان کې دتانبې  ددرنګ کنستنې لپاره هڅې کوي.

 چين تر دې مهاله دطالبانو حکومت په رسميت نه دى پيژندلى  خو طالبانو سره دخپلو اړيکو قوي کولو لپاره  په تُندۍ سره هڅې کوي.

 په چين کې د افغانستان دسيمه ييزو هيوادونو  غونډه په داسې حال کې ترسره شوې ده چې  په هيواد کې  دثانوي سکولونو جينکو ته  دتعليم داجازې ورکولو په اړه له خپلې ژمنې پشا شوي   دکوم چې په نړيواله کچه غندنه  روانه ده  او دطالبانو دغه پريکړې  دمهم ډونر کانفرنس څخه دمخه  په پېسو ورکوونکو هيوادونو کې تشويش پيدا کړيدى.

 دجينکو په تعليم دبنديز وروستو امريکا طالبانو سره په دوحه کې ترسره کيدونکي مذاکرات هم منسوخ کړي او دامريکا خارجه محکمې خبردارى ورکړى چې  واشنګټن دغه پريکړې ته دطالبانو سره دهغوي په خبرو کې ديو ممکنه پړاؤ په توګه ګوري.

 دطالبانو له لوري  دثانوي سکولونو دجينکو په تعليم دبنديز وروستو نړيوال بانک هم افغانستان کې  د60ؤ کروړو ډالرو څلور منصوبې ځنډولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button