پاکستانسیاستمهم خبرونه

امريکا دعمران خان له واک څخه دلرې کولو تورونه ردوي

امريکا دعمران خان له واک څخه دلرې کولو تورونه ردوي

دامريکا خارجه محکمې دوزيراعظم عمران خان له خوا دهغه دحکومت په ضد دبې باورۍ په تحريک کې دامريکا دلاسلرنه رد کړې او دا يې پرته له کوم حقيقت څخه يواځې تورونه ګرځولي دي.
په پاکستان کې مخالفو ګوندونو دوزيراعظم عمران خان په ضد په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ تحريک جمع کړى په کوم چې به داتوار په ورځ په ٣م اپريل درايې اچونې عمل ترسره کيږي، عمران خان دا مهال په قامي اسمبلۍ کې اکثريت دلاسه ورکړى او داسې ښکاري چې هغه به دخپلو اتحادي ګوندونو او خپلو ملګرو له ملاتړ څخه پرته پقه قامي اسمبلۍ کې دناکامۍ سره مخ شي.
عمران خان تيره ورځ قام ته په ټي وي خپله وينا کې په ظاهري توګه دخلې خطاء کيدو په ترڅ کې هغه ته (ددړکې څخه دډک ) خط پشا دامريکا دلاس لرنې تور لګولى و خو بيا يې سمدستي دځان تصحيح کړې وه او ويلي يې وو چې دغه کوم بل هيواد دى او امريکا نه ده.
ډان ورځپاڼې چې دغه لړ کې دامريکا دخارجه محکمې سره رابطې وکړه نو دهغوي يو وياند ورته ويلي ” په دې تورونو کې هيڅ حقيقت نشته”
ډان پخپل يو راپور کې ليکلي چې محکمې دهغوي دې پوښتنې ته ځواب نه دى ويلى چې دغه تورونه به دپاکستان او امريکا په اړيکو څه اغيزې ولري.
په واشنګټن کې ډيپلوماټيکو مبصرين وايي دا په دوه اړخيزه اړيکو منفي اغيزه کولى شي او امريکايي چارواکي دپاکستاني چارواکو سره په تماسونو نيولو کې محتاطولى شي.
وزيراعظم عمران خان دمارچ په ٢٧مه په اسلام اباد کې ديوې جلسې په مهال له جيب څخه يو خط هم راويستلى و کوم چې دهغه په قول دهغه دحکومت درانسکورولو لپاره دنړيوال سازش ثبوت دى.
خو عمران خان ددغه خط جزيات دجلسې دبرخه والو سره نه وو شريک کړي او خط يې له دې امله بيرته په خاموشۍ په جيب کې ايښودى و چې دهغه په قول دغسې کول په قامي ګټه کې نه دي

بل اړخ ته عمران خان نن دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې دنيشنل سيکورټي ډايلاګ ته په وينا کې يوځل بيا دامريکا دنوم اخستو څخه پرته ويلي يو طاقتور هيواد مرور شوى او هغه ته يې ويلي چې روس ته ولې تللى؟ او غصه شويدى، حالانکې دهغوي خپل ايتلافي هند هم دروس-اوکراين په جګړه کې نيوټرل يا بې پلوه پاتې شوى او دروس څخه تيل هم اخلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button