پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپيپلز ګوند دقامي اسمبلۍ دغړي جام عبدالکريم ضمانت منظور

دپيپلز ګوند دقامي اسمبلۍ دغړي جام عبدالکريم ضمانت منظور

 دسندهـ هايکورټ دناظم جوکهيو دوژنې په کيس کې دنامزد پي پي پي دقامي اسمبلۍ دغړي جام عبدالکريم ضمانت منظور کړيدى.

 دقامي اسمبلۍ  غړي جام عبدالکريم ضمانت لپاره سندهـ هايکورټ ته مراجعه کړې وه او په خواست کې يې  دريځ خپل کړى و چې  له بهر هيواد څخه واپس راغلى، دالزامونو مقابله کول غواړي او دهغه ضمانت دې منظور کړى شي.

 عدالت ديو لک روپو دضمانتي مچلکو په بدل دجام عبدالکريم ضمانت  تر يوولسم اپريل  منظور کړيدى.

 په ډاګه دې وي چې  دقامي اسمبلۍ غړى  جام عبدالکريم  دبې باورۍ تحريک کې دووټ اچولو لپاره له دوبۍ څخه پاکستان ته رارسيدلى.

له دې وړاندې دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد ويلي وو  جام عبدالکريم  دوژنې په کيس کې  نومول شوى  او هغه چې واپس راشي نو نيولى به شي ، دداخله وزير په حکم دهغه نوم پ ايل سي ايل کې اچول شويدى.

بل اړخ ته   دسندهـ صوبې يوه سيمه کې دتشدد له امله دوژل شوي ناظم جوکهيو کونډې شيرين جوکهيو ويلي هغې ملزمان بخښلي دي.

 په دې مقدمه کې دپيپلز ګوند  دصوبايي  اسمبلۍ غړي جام اويس ګهرام اودقامي اسمبلۍ غړي جام عبدالکريم په ګډون نيم درځن پورې ملزمان نومول شوي، چې پکې جام ګهرام نيول شويدى.

 تيرکال دنومبر په مياشت کې دسندهـ  استوګن ناظم جوکهيو په ټولنيزه ميډيا يوه ويډيو خوره کړې وه چې پکې هغه دمليرميمن ګوټهـ کې  دځينو غيرملکيانو له ښکار څخه دمنعې کولو هڅه کوله، ددغه ويډيو مخې ته له راتللو وروسو دناظم جوکهيو تشدد ځپلى مړى ترلاسه شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button