پاکستانقبائلمهم خبرونه

پښتونخوا کې ددوهم پړاؤ بلدياتې ټاکنې،ايا کوم يو ګوند به پکې برتري ترلاسه کړي؟

پښتونخوا کې ددوهم پړاؤ بلدياتې ټاکنې،ايا کوم يو ګوند به پکې برتري ترلاسه کړي؟

پېښور( وحدت نيوز)  په خېبرپښتونخوا کې دبلدياتي ټاکنو ددويم پړاؤ په مهال په 18ؤ ضلعو کې دووټونو اچولو عمل دوامداره دى او په دې لړ کې سخت امنيتي انتظامات شويدي.

دټاکنو په پرامنه ډول ترسره کيدو لپاره  دپېښور دوزيراعلي سيکرټريټ کې بيړنى کنټرول روم جوړ کړى شويدى.

  په خېبرپښتونخوا کې   دبلدياتي ټاکنو دلمړي پړاؤ په مهال  درامينځته شوؤ تشدد دپېښو په تناظر کې چې کله وحدت نيوز دپېښور دتکړه خبريال عرفان خان څخه نظر وپوښتو نو هغه وويل ” يو اليكشن هم  په مکمله توګه پرامنه نه وي، دتشدد پېښې پکې مخې ته راځي، ډزې پکې کيږي، مرګ ژوبل کيږي  نو ځکه    داليکشن پرامنه انعقاد ممکن نه دى،لږ ډير تاؤتريخوالى په هر اليکشن کې راځي”

همدغه راز  ددې  پوښتنې په ځواب کې چې  تيرو بلدياتي ټاکنو کې  جى يو ايي زياتې چوکې ګټلې وې او واکمن ګوند پي ټي ايي  پکې په دوهم نمبر راغلى و، څه فکر کوئ چې نن ترسره کيدونکو ټاکنو کې به  کوم ګوند زياتې چوکۍ وګټي، ايا ولس به دتيرو بلدياتي ټاکنو تکرار خو ونه ويني؟ عرفان خان وويل ” تيرځل چې په کومو ١٨ؤ ضلعو کې   ټاکنې ترسره شوې وې، هلته دتحريک انصاف اکثريت زيات ؤ، پېښور ،چارسده، نوښار ، مردان او صوابۍ کې زياتره سيټونه تحريک انصاف ګټلي وؤ، خو نن چې  په کومو پاتې ضلعو کې ټاکنې روانې دي، هلته  دتحريک انصاف اکثريت هاغه شان شته نه”  خوبيا هم  حکمران جماعت دى عمران خان په دير،ملاکنډ او اسلام اباد کې  لويې جلسې وکړې او زيات خلک يې راټول کړي وؤ، خو دا ويل چې هغوي ( دبلدياتي ټاکنو په لمړي پړاؤ کې ) ډيرې کمې چوکۍ ګټلي، نو  دا هم ماته نه ښکاري.

هغه وويل “يقيناً رزلټ به ډير زيات مختلف وي, هاغه شان  به نه وي چې يو جماعت ته واضحه برتري ترلاسه شي  کوم چې تير و، خو جى يو ايي دتير اليکشن په بنياد به دا دعوه کوي چې مونږ به زيات سيټونه وګټو”

هغه وويل تحريک انصاف ته بيا هم دا يو اعزاز ترلاسه دى چې هغوي په دې صوبه تر نهو کلونو  حکمراني وکړي کوم چې بل کوم سياسي جماعت ته په خېبرپښتونخوا کې نه دى حاصل،نو دغه يو پلس پوائنټ ورته حاصل دى.

خو عرفان خان وويل”    زمونږ دصوبې سياست اوس  دصوبايي نه علاقايي او يا ضلعي سياست ته رامحدود شويدى، که خبره وکړو نو دجماعت اسلامي به په دير کې ووټ  بينک لري او پوزيشن به يې ښه وي، په سوات کې ووټونه منقسيم دي، هلته پي ټي ايي، مسلم ليګ، عوامي نيشنل پارټي، جى يو ايي، جماعت اسلامي ټول هلته  ووټ بينک لري نوځکه دا ريزلټ به تقسيم وي، واضحه اکثريت ديوې پارټۍ نه ښکاري”

 په خېبرپښتونخوا کې دبلدياتي ټاکنو ددوهم پړاؤ لاپره   دووټونو اچولو عمل نن سحر اته بجې پيل شوى کوم چې به پرته له کومې دمې څخه دماښام پينځوو بجو پورې دوامداره وي.

 تيره ورځ  ټول انتخابي مواد، بيلټ پيپرې، پولنګ تيلې او دپولنګ عمله خپلو اړونده پولنګ سټيشنو ته  دبشپړ امنيت سره رسول شوې ده.

 دخېبرپښتونخوا په کومو  ضلعو کې نن بلدياتي ټاکنې ترسره کيږي؟

 ددوهم پړاؤ په مهال زياتره  درايې اچولو مرکزونه  په غرييزو او لرې پرتو سيمو کې موقعيت لري.

 دخېبرپښتونخوا د18ؤ ضلعو په  65 تحصيلونو کې بلدياتي ټاکنې ترسره کيږي، په مجموعي توګه 6176 درايې اچولو مرکزونه جوړ کړى شويدى چې پکې  يو زر 246ؤ  دسړو ، يو زر 164 دښځو او 3 زره 766 مجموعي درايې اچولو مرکزونه  دووټرانو داسانۍ لپاره جوړ کړى شويدي.

 همدغه شان 16 زره 509 پولنګ بوتهـ جوړ کړى شوي چې پکې 9 سوه 218 دسړو او 7 زره 291 دزنانه ؤ داسانۍ لپاره جوړ کړى شويدي.

 په دې  پولنګ سټيشنو کې 1 زر 646 زيات حساس    او 2326 حساس ګرځول شويدي  چرته چې  سخت امنيتي انتظامات شويدي.

  دخېبرپښتونخوا په کومو ضلعو کې چې ددويم پړاؤ  دمير، دتحصيل چيرمين او دسټي کونسلو ترڅنګ دبيلا بيلو درجو دويلج او نيبرهډ  کونسلو بلدياتي ټاکنې ترسره کيږي په هغې کې اورکزئي، کرمه، شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، ايبټ اباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، بره کوهستان، کوز کوهستان، کولايي پالس، سوات، شانګله، ملاکنډ، بره دير، کوز دير، کوز چترال او بره چترال شامل دي.

 دټاکنو دصوبايي کميسيون له مخې  په دغو ضلعو کې  په مجموعي توګه داندراج شوو ووټرانو شميره 80 لکه، 57 زره،974 ده  چې پکې 44 لکه،89 زره،771 سړي او 35 لکه،67 زره،703 ښځې شامل دي.

 دغه ووټران  په 65 تحصيلونو،1830 ويلج او نيبرهډ کونسلو کې  په يادو شوو ضلعو کې دخپل رايې حق کاروي.

  په 65 تحصيلونو کې خواوشا 561 کانديدانو دتحصيل چوکو،12 زره 980ؤ دعمومي چوکو،2 زره 668ؤ دښځو دچوکو،6451 دخواري کښو او کرونده ګرو دچوکو،5 زره 213ؤ دځوانانو چوکو او د57ؤ کانديدانو داقليتونو  په چوکو  مقابله روانه ده.

همدغه شان 351 کانديدان  په عمومي چوکو پرته له مقابلې څخه  منتخب شوي،533 کانديدانې دزنانه ؤ په چوکو،233 دځوانانو په چوکو،50 داقليتونو په چوکو او 151 دخواري کښو او کرونده ګرو په چوکو بريالي شويدي.

 ايبټ اباد او په سوات کې دښاروال يا سټي مير په چوکۍ لويې مقابلې ترسره کيږي

 په ايبټ اباد او سوات کې  دښاروال په چوکۍ  سخته  مقابله متوقعې ده، په بلدياتي ټاکنو کې 29 زره،300 او  38 کانديدان په ميدان کې دي.

  په ايبټ اباد ضلع کې دڅلورو تحصيلونو لپاره دچيرمين او تحصيل مير ټاکنه کيږي، دلته 195 ويلج او 14 نيبر هوډ کونسلې دي، چرته چې په مجموعي توګه 9 لکه،1714 رايې اچوونکي دي،  دايبټ اباد په دغو څلورو تحصيلونو کې ايبټ اباد، حويليا ، لوره او لوير تناول شامل دي.

ضلعي انتظاميې دفعه 144 لګولې

 دخېببرپښتونخوا پوليس په تجويز دخېبرپښتونخوا په هاغو 18ؤ ضلعو کې دفعه 144 لګول شوې، چرته چې دا مهال ټاکنې روانې دي.

  پولنګ سټيشنو ته دننه  دوسلې وړلو اجازه نشته،  دزياتو حساسو پولنګ سټيشنو دسي سي ټي وي کيمرو دلارې څارنه کولى شي،  دټاکنو دکميسيون چارواکي  دپولنګ دعمل څارنه کوي.

 دلوکل ګورنمنټ ټاکنو  دډپټي ډايريکټر محمد ناصر خان او  مرستيال ډايريکټر مصطفي جلال په څارنه کې  دپېښور دصوبايي ټاکنو   دکميسيون په دفتر کې  يو کنټرول روم جوړ کړى شوى  کوم چې  دټاکنو په اړه  دشکايتونو دزر هوارولو لپاره کار کوي.

 په خېبرپښتونخوا کې دبلدياتي ټاکنو  لمړى پړاؤ تيرکال ددسمبر په مياشت کې  ترسره شوى چې پکې واکمن  ګوند پي ټي ايي ته سخته ضربه رسيدلې وه، مخالفو ګوندونو او په ځانګړې توګه  جى يو ايي  ډاګيزه ګټه ترلاسه کړې.

 په حيرانونکې توګه  جى يو ايي  په خېبرپښتونخوا کې ترسره شوو دبلدياتي ټاکنو په لمړي پړاؤ کې دتحصيل چيرپرسنز23 چوکۍ  او دمير درې چوکۍ ګټلې وې، خو دخېبرپښتونخوا واکمن ګوند پي ټي ايي  په دغو  ټاکنو کې په دوهم  نمبر راغلى و چې يواځې يو دمير چوکۍ او 18 دتحصيل چيرپرسنز چوکۍ يې  ګټلې وې.

  دپېښور دښاروال يا مير چوکۍ  دجى يو ايي(ف) له لوري ګټل شوې ده او پي ټي ايي  دنوښار، جهانګيري،بانډه داودشاه،ډوميل ا ډيره اسماعيل خان دتحصيل کونسل ټاکنې ګټلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button