پاکستانسیاستمهم خبرونه

دقامي اسمبلۍ مهمه غونډه نن کيږي،دعمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک بحث کيږي

دقامي اسمبلۍ مهمه غونډه نن کيږي،دعمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک بحث کيږي

 دقامي اسمبلۍ يوه مهمه غونډه نن ماذيګر څلور بجې پارلمان هاوس کې ترسره کيږي.

 دوزيرستان سره تعلق لرونکى  ايم اين اى علي وزير دکراچۍ څخه اسلام اباد ته رسولى شي  چرته چې دهغه لپاره سندهـ هاوس وړوکى زندان ګرځول شويدى.

دسرچينو وينا ده علي وزير به هم دعمران خان په ضد دبې باورۍ  تحريک کې  خپل ووټ اچوي.

  دقامي اسمبلۍ دنننۍ غونډې ايجنډا جاري کړى شوې ده دکومې له مخې چې  به دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ  په تحريک  غونډه کې بحث کيږي او په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو  مشر شهبازشريف به ددغه  دغه بحث پيل کوي.

دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ په قرارداد کې ويل شويدي چې  وزيراعظم عمران خان  دايوان اعتماد بايللى او عمران خان اوس  دوزيراعظم په چوکۍ نه شي پاتې کيدى.

 بل اړخ ته  په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشرشهبازشريف  په متحده اپوزيسيون کې  دشاملو ګوندونو دپارلماني ګوندونو  ګډه غونډه هم رابللې ده چې پکې  دبې باورۍ دتحريک په اړه په تګلاره غور کيږي.

 په 28م مارچ  په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو مشر شهباز  دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک وړاندې کړى و، په ايوان کې ١٦١ غړو ددې قرارداد منظوري ورکړې وه دکوم وروستو چې مرستيال سپيکر قاسم سوري  دبې باورۍ په تحريک دنور بحث لپاره  دقامي اسمبلۍ غونډه نن  دزيارت تر ورځې ٣١م مارچ پورې ځنډولې وه.

دهيواد په سياسي منظرنامه کې   په تندۍ سره بدلون راځي ،که يو اړخ ته  عمران خان په پنجاب اسمبلۍ کې داکثريت باوجود دخپل ګوند وزيراعلي  عثمان بزدار  لرې کړى او دهغه په ځايې  دپنجاب اسمبلۍ سپيکر او دلږو چوکو لرونکى خپل اتحادي  پرويز الهي دوزيراعلي دچوکۍ لپاره نومولى دى نو بل اړخ ته  اتحادي ګوندونو ايم کيو ايم  بي اى پي  ګوند دحکومت څخه لارې جدا کړي  او دعمران خان  دخپل ګوند يو شمير غړو هم   دعمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک کې دمخالفو ګوندونو دمرستې اعلان کړى،

خو ددې باوجود هم  حکومت  دعوه لري چې   دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ تحريک به دناکامۍ سره مخ کيږي،بل اړخ ته اپوزيشن ګوندونه وزيراعظم څخه دمستعفي کيدو او يا په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک دمقابلې کولو غوښتنه کوي.

 خو عمران خان وايي دهغه دحکومت راپرځولو لپاره نړيوال سازش روان دى، عمران خان په تيرو ورځو کې اسلام اباد کې  ديوې جلسې په مهال دجيب څخه يو خط راويستلى و په کوم چې دهغه په وينا هغه ته دړکه شوې  او دغه خط  هغه دروان سازش ثبوت ګرځولى ؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button