پاکستانمهم خبرونه

جنوبي وزيرستان کې دټاکنو په مهال دکانديدانو ترمينځ ډزې،پوليس افسر ژوبل

جنوبي وزيرستان کې دټاکنو په مهال دکانديدانو ترمينځ ډزې،پوليس افسر ژوبل

جنوبي وزيرستان( وحدت نيوز) په خېبرپښتونخوا کښې دبلدياتي ټاکنو ددوهم روان پړاؤ په مهال دقبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان يوسي اعظم ورسک کې دکونسلر دچوکۍ دکانديدانو ترمينځ نښته او ډزې شويدي چې له امله يې دسيمه ييزو پوليسو يو مشر( ايس ايچ او) ژوبل شوى دى.
دسيمې څخه دپوليس سرچينو وحدت نيوز ته وويل ژوبل شوى ايس ايچ او دعلاج لپاره نزدې روغتون ته رسول شويدى.
دسرچينو وينا ده پاريدلو خلکو بيلټ بکس مات کړى او اور يې ورته اچولى، دپېښې وروستو په سيمه کې حالات تاوژن له کنټروله وتلي دي.
پوليس سرچينو ويلي دجنوبي وزيرستان لرې پرته سيمه تحصيل برمل اعظم ورسک په مقام دګل شاه جان کوټ پولنګ سټيشن کې دتاوتريخوالي دغه پېښه مخې ته راغلې ده.
دپېښې وروستو پوليسو پولنګ سټيشن پخپله قبضه کې اخستى او تراوسه دغلته دووټونو اچولو عمل هم ودرول شويدى.بلخوا  دايبټ اباد جندر باري پولنګ سټيشن کې هم ددوو ډلو ترمينځ  نښته شوې ده چې پکې يو تن ژوبل شويدى او وروستو دپولنګ عمل ودرول شويدى

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button