افغانستانمهم خبرونهنړۍ

” که دجينکو لپاره دتعليم دروازې بندې پاتې شي، نړۍ به له افغانستانه مخ واړوي”

" که دجينکو لپاره دتعليم دروازې بندې پاتې شي، نړۍ به له افغانستانه مخ واړوي"

 دملګرو ملتونو يو چارواکي خبردارى ورکړيدى چې که چرې طالبان دجينکو لپاره بيا سکولونه نه پرانيزي نو هغوي به دنه هيريدونکي ناورين سره  په مخ کيدو مجبور شي.

 خواوشا اووه مياشتې دمخه دافغانستان واک ترلاسه کوونکې سخت دريځې ډلې   دجينکو لپاره  دسيکنډري سکولونو پرانستو ژمنه کړې وه خو تيره اوونۍ  دسکولونو پرانستو څو ساعته وروستو له خپلې ژمنې څخه پشا شول په کوم چې دافغانستان دننه او دبهرنيو حکومتونو له لوري سختې نيوکې  روانې دي.

 دملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام( يو اين ډي پي) مشر اکيم اسټينر خبردارى ورکړى که چرې  دجينکو دسکول کلاسونو پيل کيدو کې نور ځنډ دهغوي دراتلونکي لپاره زيانمن کيدى شي، خو افغانستان دا ګواښ پرله پسې له پامه غورځوي

 دکابل ددوه ورځني سفر په پاې کې رسنيو سره دخبرو په مهال هغه وويل  دا مهم وخت دى چې پکې  دنړۍ لپاره ضروري ده چې په افغانستان پوهه شي.

اکيم اسټينر وويل  دافغانستان مشرتابه ته منل پکار دي چې  نړۍ په اسانۍ سره په نورو ناورينونو کې بدليدى شي.

 هغه وويل که چرې دسکولونو بيا پرانستو کې نور تکنيکي خنډانه راولاړ کړى شول نو ملګري ملتونه به  دا ستونزه دلمړي اوليتوب په ګڼلو سره هواروي.

 هغه وويل که چرې  دبنيادي اصولو څخه دسرغړونې اشاره ترلاسه شي نو دهغه په فکر  دغه شان به  دبين المللي ورورولۍ او افغانستان دواړو لپاره نور مشکلات راولاړيږي.

دطالبانو له لوري دجينکو دسکولونو علت تر دې مهاله نه دى په ډاګه کړى شوى خو دطالبانو يو  وياند سهيل شاهين وينا ده چې  ددغه معاملې  ځينې عملي ستونزې دي چې  هوارولو ته اړتيا لري.

 بين المللي ورورولۍ افغانستان ته ورکړي کيدونکو بهرنيو مرستو او دطالبانو دحکومت تسليمولو لپاره دښځو روزګار او   دتعليم حق  لويې شرط ايښودى.

 طالبانو  د١٩٩٦ څخه ٢٠٠١ء پورې  دخپل  لمړي حکومت په مهال  دخپلې کړې شوې سختې رويې او اقداماتو پځايې  اوس  په واک کې دنرمۍ ژمنه کړې وه خو اوس داقتدار سمبالولو وروستو   دهغوي دحکومت له لوري ښځې خواوشا دټولو حکومتي ملازمتونو څخه لرې کړى شوي  او ورته  دطالبانو دسخت دريځه تشريح له مخې  دلباس اغوستو حکم شوى، طالبانو پارکونو ته دخلکو تګ په صنفي اساس ويشلى او ښځو ته بغير له محرم څخه دسفر کولو اجازه نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button