پاکستانسیاستمهم خبرونه

دايم کيو ايم دواړه وفاقي وزيران له وزارتونو څخه مستعفي شول

دايم کيو ايم دواړه وفاقي وزيران له وزارتونو څخه مستعفي شول

 دعمران خان دحکومت  داتحادي  ګوند  متحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) دوو وفاقي وزيرانو دخپلو چوکو څخه استعفا ورکړې ده.

 دايم کيو ايم رابطه کميټۍ  دانفارميشن ټيکنالوجي دوفاقي وزيرامين الحق او قانون دوفاقي وزير فروغ نسيم دخپلو چوکو څخه دمستعفي کيدو پخلى کړيدى.

 دايم کيو ايم درابطه کميټۍ له غونډې وروستو يو لنډ مطبوعاتي کانفرنس  کې دايم کيو ايم  لارښودې نسرين جليل داستعفا ګانو پخلى کړيدى.

  امين الحق  پخپله استعفا کې ويلي  هغه په وفاقي  حکومت دايي ټي دوزير په توګه خدمات ترسره کړي خو دايم کيو ايم دکارکوونکي په توګه  دخپلو ګوند دپريکړو پابند دى.

 له دې وړاندې  دنيمې شپې  دايم کيو ايم سينيټر فيصل سبزواوري په يو ټويټ کې اعلان کړى و چې دمتحده اپوزيشن او متحده قومي موومنټ پاکستان ترمينځ تړون غوڅ شکل خپل کړيدى.

دعرمان خان په ضد دبې باورۍ دتحريک  مخې ته دراتللو وروستو   دحکومت او مخالفو ګوندونو لخوا ايم کيو ايم سره څو ځله ليدنې شوي  خو دايم کيو ايم مشرانو لخوا کومه پريکړه نه وه اورول شوې.

نن به باضابطه توګه دايم کيو ايم مشرانو دوفاقي  چوکو څخه دمستعفي کيدو اعلان کړى او وزيراعظم عمران خان ته يې خپلې استعفاګانې ليږلي دي.

 په ډاګه دې وي چې که چرې ايم کيو ايم دبې باورۍ په تحريک کې  دمخالفو ګوندونو ملګرتيا کوي نو  دعمراخان په ضد دبې باورۍ دتحريک دکاميابۍ امکان ورسره نور هم روښانه کيدى شي.

 دځينو اندازو له مخې  دواکمن اتحاد سره دا مهال دغړو شميره ١٧١ ده، دجماعت اسلامي يواځيني قانون ساز دبې باورۍ په تحريک کې دبې پلوه پاتې کيدو پريکړه کړې ده.

په ډاګه دې وي چې  وزيراعظم ته  دبې باورۍ دتحريک دناکامۍ لپاره دقامي اسمبلۍ د١٧١ غړو دملاتړ ضرورت دى، که چرې دايم کيو ايم اووه غړي اوي داپوزيشن په لوري لاړ شي نو دعمران خان حکومت په سخته خطره کې پريوتى شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button