پاکستانقبائلمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا کې دترهه ګرو حملې،9 عسکر مړه،20 ژوبل

خېبرپښتونخوا کې دترهه ګرو حملې،9 عسکر مړه،20 ژوبل

  دخېبرپښتونخوا قبايلي ضلعه جنوبي وزيرستان ، ټانک او دبنو ډيره اسماعيل خان په سړک کې  دامنيتي ځواکونو او  ترهه ګرو ترمينځ نښتو او بريدونو کې 9 عسکر وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي،همدغه راز  دامنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې هم درې ترهه ګر وژل شويدي.

دټانک هسپتال ايم ايس عباس شيراني ميډيا سره په خبرو کې منلې ده چې   هسپتال ته دشپږو عسکرو مړي وروړل شوي او اتلس کسان ژوبل هم دي.

دطالبانو ناچله ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دټانک  د بريد ذمه واري منلې ده

  دټانک ضلعي پوليسو  مشر وقار احمدخان  ويلي   دډزو په تبادله کې درې ترهه ګر هم وژل شويدي، سيمې ته اضافي عسکر هم رسيدلي.

هغه ويلي ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدي، چرته چې بيړنى وضعيت پځايې کړى شويدى، ټانک ته غځيدلې ټولې لارې تړل شوي او په سيمه کې دترهه ګرو دنيولو لپاره دلټونې عمليات دوام لري.

 دپوليسو مشر ويلي  دغه بريد تيره شپه پيل شوى او تر نن سحره دوامداره ؤ.

بل اړخ ته دپاک پوځ دعامه اړيکو دڅانګې له مخې په يوه بله پېښه کې  دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې  دترهه ګرو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يو  پوځي افسر او يو عسکر وژل شويدي.

 دايي ايس پي ار له مخې دډزو په تبادله کې کيپټن سعد بن عامر او نايک رياض وژل شويدي،ايي ايس پي ار ويلي  په سيمه کې په ممکنه توګه دکومو ترهه ګرو دله مينځه وړلو لپاره دپاکولو عمليات دوام لري.

  ددې ترڅنګ   دچارواکو وينا ده  په  بنو ډيره اسماعيل خان سړک  دنامعلومو موټرسايکل سورو  په حمله کې  يو پوليس افسر( اسسټنټ سب انسپکټر) وژل شويدى.

همدغه شان  دشمالي وزيرستان تحصيل ميرانشاه په ديردوني سيمه کې بمي چاودنه شوې ده چې له امله يې دوه عسکر سپاهي عمران او سپاهي اکبر ژوبل شويدي کوم چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدي.

  تيره ورځ هم  دخېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه  سيمه کې  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې  څلور ترهه ګر وژل شوي وؤ.

همدغه شان   ددرويشتم او څليريشتم مارچ ترمينځ دافغانستان پولې ته نزدې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان  په  حسن خيل سيمه کې ترهه ګرو سره يوه نښته کې څلور عسکر وژل شوي وؤ.

اخوا  دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو ځانګړي مرستيال بيرسټر سيف  پخپل يو بيان کې ويلي دي چې  دپاکستان بهادرو ځوانانو  ددشمن ناپاکه هڅه په خاورو کې خاورې کړې ده،ترهه ګر به يو صورت کې هم بيا کامياب نۀ شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button