دعمران خان دخط معامله سترې محکمې ته ورسيده
دعمران خان دخط معامله سترې محکمې ته ورسيده
په ستره محکمه کې يو خواست جمع کړى شوى چې پکې دواکمن ګوند تحريک انصاف د٢٧م مارچ په جلسه کې دوزيراعظم عمران خان له لوري ولس ته دښودل شوي خط دپلټنو غوښتنه شوې ده.
وزيراعظم عمران خان ادعا کړې وه چې په خط کې دحکومت په ضد دبهرملکي سازش ثبوت موجوددى.
ستره محکمه کې دغه خواست وکيل ذوالفقار احمد بهته جمع کړى چې پکې دقانوون ډويژن سيکتر او دسول سيکرټريټ دلارې وفاق فريق جوړ کړى شويدي.
په خواست کې ويل شويدي چې په ٢٧م مارچ يوه حيرانونکې او خطرناکه شېبه هاغه وخت مخې ته راغله چې وزيراعظم دخپل جېب څخه خط راوويستو ، وې خوزولو او دعوه يې وکړه چې دا دبين المللي سازش ثبوت دى کوم چې دهغه دحکومت دراپرزولو لپاره کولى شي.
په خواست کې ويل شويدي چې مخالف ګوندونه دهغه( عمران خان) په دې دعوه شک لري.
په خواست کې ويل شويدي که هره معامله وي خو دې عمل سره په ولس کې دملګرو هيوادونو په اړه شکونه دي او په دې معامله دپاکستاني سياست دکنټرول کولو دهڅې په توګه بحث روان دى.
خواست کوونکي ويلي ” دا وضعيت عمومي نه بلکې غيرمعمولي دى چې ورسره دهاغو هيوادونو په ضد کرکه پيدا کيدى شي دکومو سفارتخانې چې په پاکستان کې دي چې ورسره دبدامنۍ ستونزه رامينځته کيدى شي کوم چې زمونږ لپاره او دملګرو هيوادونو سره اړيکو کې دشرمندګۍ سبب کيدى شي”
خواست کوونکي دريځ خپل کړى چې دا معامله سملاسي اقدام ته اړتيا لري ترڅو عام پاکستانيان ددې وضعيت له امله دپيدا شوي ذهني تکليف څخه راوويستلى شي.
په خواست کې ويل شويدي چې ددې وضعيت سنګينې بڼې ته دسترې محکمې پام پکار دى ترڅو ددې معامله په اړه حقايق ولټولى شي.
تيره ورځ وفاقي وزير اسد عمر داطلاعاتو وزير فوادچوهدري سره په ګډه يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي وو پخوانى وزيراعظم نوازشريف ددغه خط مرکزي کردار دى او وزيراعظم ته ليږل شوي دړکې څخه ډک دغه خط په ستره محکمه کې دوړاندې کولو لپاره چمتو دي.
په ډاګه دې وي چې وزيراعظم عمران خان په ٢٧م مارچ داسلام اباد په پريډ ګراونډ کې يوې جلسې ته دوينا په مهال دخپل جيب څخه يو خط راويستلى او ويلي وو چې په هيواد کې دبهر څخه دپېسې په زور دهغه دحکومت دبدلولو هڅه کولى شي او هغه ته ليکلې دړکه ورکړى شوې ده، عمران خان دغه خط خپلو پلويانو ته ښودلى و خو دلوستلو څخه پرته يې بيرته په جيب کې ايښودى و.
دمسلم ليګ(ن) مهم لارښود او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي تيره ورځ په اسلام اباد کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال له عمران خان څخه غوښتنه کړې وه چې که چرې هغه دغه خط ونه ښودلو نو واک ته له رسيدو وروستو به يې هغوي په ورځپاڼه کې خپور کړي.