پاکستانمهم خبرونه

ډي ايي خان کې دمذهب دسپکاوي په تور جينکو زده کوونکو دمدرسې استاذه وژلې ده

ډي ايي خان کې دمذهب دسپکاوي په تور جينکو زده کوونکو دمدرسې استاذه وژلې ده

 دپوليسو وينا ده چې دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې   دجينکو په يوه مدرسه کې  يوه ښځينه استاذه ددريوو جينکو زده کوونکو لخوا په مرۍ په چاړو وهل شوې او وژل شوې ده.

 دښځينه استاذې په وژنه کې ککړې جينکۍ زده کوونکې نيول شويدي.

 دلمړو پلټن له مخې  دوژل شوې استاذې او  جينکو زده کوونکو ترمينځ  په  يوه مذهبي معامله  اختلافونو شدت  خپل کړى و، دضلعي پوليسو يو وياند امتياز جنجوعه  ويلي  حمله کوونکو جينکو فکر کړى چې  دصفورا بي بي په نومې ٢١ کلنه استاذه دمذهب دتوهين مرتکب شوې ده.

 دا پېښه  په جامعه اسلاميه فلاح البنات نومې مدرسه کې  رامينځته شوې ده  کومه چې دډيره اسماعيل خان سړک په انجم اباد سيمه کې موقعيت لري.

 دپوليسو لخوا دپېښې په ضد ددرج کړى شوي ايف ايي ار له مخې  دريوو جينکو ٢٤ کلنې عمرا امين ددين بادشاه لور، يوويشت کلنې حنيفې او او ١٧ کلنې عائشه نعمان  دالله نور لوڼو، دمدرسې  په دروازه کې  ښځينه استاذه په يوې چوکې سره ژوبل کړې او وروستو يې هغه په مرۍ په چاړه وهلې او وژلې يې ده.

  دښځينه استاذې په وژنه تورنو جينکو پوليسو ته ويلي  دهغوي ديوې ديارلس کلنې جينۍ خپلوانې  په خوب کې يو مذهبي شخصيت راغلى و او هغې ته يې ويلي چې دغه استاذه دمذهب دتوهين مرتکب شوې ده.

 دپوليسو وينا ده چې دپېښې دخبر ترلاسه کولو وروستو  دډي ايس پي صغيرګيلاني  په مشرۍ دپوليسو يوه ډله  يادې شوې مدرسې ته ورغلې  او دوژلى شوې استاذې مړى يې ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ډيره ته دپوسټ مارټم  لپاره رسولى دى.

 دايف ايي ار  له مخې  سحر خواوشا اووه بجې صفورا بي بي  له رکشې کوزه شوې او دمدرسې دروازې ته داخله شوې ده، څنګه چې هغه دروازې ته داخله شوې نو دغو دريواړو جينکو پرې حمله کړې او په موقعه يې وژلې ده.

دپوليسو وينا ده چې  دجينکو څخه يوه چاړه او يوه چوک ترلاسه کړى شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button