چين کې دافغانستان په معامله دسيمه ييزو هيوادونو مهمه غونډه کيږي
چين کې دافغانستان په معامله دسيمه ييزو هيوادونو مهمه غونډه کيږي
دطالبانو دواکمنيدو روسته افغانستان ته په پېښو ستونزو دبحث لپاره په چين کې نن دشورو په ورځ يوه نړيواله غونډه ترسره کيږي چې پکې دپاکستان، ايران، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان څخه استازي ګډون کوي.
دالجزيره له مخې دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګئ لاروف دماسکو له لوري تيره مياشت په اوکراين له بريد وروستو چين ته په لمړي سفر رسيدلى دى.
دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ يي به په دغه غونډه کې دچين استازيتوب کوي، دطالبانو دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په دغه غونډه کې دپاکستان استازيتوب کوي څوک چې چين ته رسيدلى دى، قطر او انډونيشيا هم په دغه غونډه کې دميلمنو په توګه ګډون لري.
دچين دبهرنيو چارو وزارت ويلي دروسيې دبهرنيو چارو وزير به دچين او امريکا دافغانستان لپاره دځانګړو استازو په درې ملکي غونډه کې ګډون کوي.
دچين دبهرنيو چارو دوزارت وياند وانګ وينبن تيره ورځ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ويلي وو چې چين، امريکا، روسيه او پاکستان ټول هاغه هيوادونه دي چې په افغان معامله مهم اثرورسوخ لري.
دچين او پاکستان په ګډون يو هيواد هم تر دې مهاله دطالبانو حکومت په رسميت نه دى پيژندلى، چين په کابل کې خپله سفارتخانه پرانستې ساتلې او دطالبانو له لوري يې دجينکو دتعليم په محدودولو او دبشري حقونو په نورو سرغړونو يې هم کومه تبصره نه ده کړې، په تيرو ورځو کې دچين دبهرنيو چارو وزيروانګ يي تيره اوونۍ دکابل سفر هم کړى و چرته چې هغه دطـالبانو دواکمنانو سره مهمې ليدنې کړې وې.