پاکستانسیاستمهم خبرونه

پاکستان کې تراوسه يو وزيراعظم هم خپله موده نه ده پوره کړې،عمران خان به بچ شي؟

پاکستان کې تراوسه يو وزيراعظم هم خپله موده نه ده پوره کړې،عمران خان به بچ شي؟

آيا تاريخ به ځان بيا تکرار کړي؟ دپاکستان دجوړيدو راپديخوا په تيرو خواوشا 75 اويا کلونو کې يو وزيراعظم هم خپله حکومتي موده نه ده پوره کړې، دې لړ کې دټول هيواد سترګې  په پارلمان کې دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دجمع کړى شوي تحريک  نتيجې ته دي.

 تيره ورځ  په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو مشر شهباز  دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک وړاندې کړى و، په ايوان کې ١٦١ غړو ددې قرارداد منظوري ورکړې وه دکوم وروستو چې مرستيال سپيکر قاسم سوري  دبې باورۍ په تحريک دنور بحث لپاره  دقامي اسمبلۍ غونډه  دزيارت تر ورځې ٣١م مارچ پورې ځنډولې وه.

وحدت نيوز سره په خبرو کې  دپېښور مشر خبريال  عرفان خان  دوزيراعظم عمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو له لوري په قامي اسمبلۍ کې دجمع کړى شوي بې باورۍ دتحريک دکاميابۍ او ناکامۍ  داحتمال په اړه وويل ” په پاکستان کې جمهوري او پارلماني نظام ډير زيات کمزورى دى، په دې کې ډيرې زياتې  خامۍ دي.

 عرفان خان وويل”  که مونږ دپاکستان جمهوري او پارلماني نظام ته وګورو نو په ١٩٨٩ء کې وړومبى دبې باورۍ تحريک دبې نظير بوټو  بي بي خلاف راوړل شوى و کوم چې ناکامه شوى، اپوزيشن  دبې نظير بوټو بي بي خلاف  دبې باورۍ تحريک راوړى کوم کې چې اپوزيشن ناکامه شوى و، بيا دويم دبې باورۍ تحريک په کال ٢٠٠٦م کې دشوکت عزيز په ضد  داپوزيشن لخوا راوړل شوى و چې دغه هم ناکامه شوى و، او شوکت عزيز وزيراعظم برقراره پاتې شو. “

عرفان خان وويل ”   دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ موجوده تحريک  دريم تحريک دى، که چرې دا ناکاميږي نو دا به دپارلماني نظام په تاريخ کې  کومه نوې خبره نه وي. “

 هغه وويل”   تراوسه دا يو تسلسل پاتې شوى چې  کوم وزيراعظم خپله پينځه کلنه ايني موده پوره کړي وي او په داسې حال کې  ماته نه ښکاري چې عمران خان صيب به هم خپل وخت پوره کړي“

  دهغه وينا وه ”  که چرې  عمران خان  دبې باورۍ  دتحريک نه ځان بچ کړي او کامياب شي نو په شا يې يو بل  دبهرنيو مرستو يا فارن فنډنګ کيس هم دى  کوم چې ددې( بې باورۍ تحريک) څخه هم خطرناک کيس دى  خو زما نه دى خيال چې کوم خلک دي، کوم قوتونه دي، هغوي دى پينځوو کلونو پوره کيدو ته پرېږدي“

 هغه وويل ”   که چرې مونږ دپاکستان دپارلماني نظام ذکر کوو نو په دې کې  دټولو ه زيات وخت لياقت علي خان تير کړى و کوم چې څلور کاله او دوه مياشتې دى، له هغې وروستو د٢٠١٣م څخه ٢٠١٧م پورې ترټولو زياته موده  نوازشريف پاتې شوى و چې دهغه حکومتي موده څلور کاله، يوه مياشت او ٢٣ ورځې وې، همدغه شان له هغې وړاندې  دپيپلز پارټۍ يوسف رضا ګيلاني هم څلور کاله او يوه مياشت په حکومت کې پاتې شوى و. “

دعرفان خان وينا وه”  هاغه ګوندونه چې  په پارلمان کې عددي اکثريت يې لرلو، هغوي  دځانونو دفاع ونه کړى شوه او له وخت څخه مخکې رخصت کړى شول، دعمران حکومت هم تقريباً درې کاله او اووه مياشتې جوړيږي، نو دوي ته خو هم لا ډير وخت پاتې دى“

همدغه شان دپېښور يو بل مشر خبريال فدا عديل وحدت نيوز ته دهيواد په موجوده سياسي وضعيت دخبرو په مهال وويل  دپاکستان چې کوم داويا يا پينځه اويا کلونو  کوم سياسي تاريخ دى نو په هغې کې کوم وزيراعظم خپله موده نه ده پورې کړې، چې په دغو کې لياقت علي خان،محمد علي بوګرا، نورالامين، خواجه نظام الدين، محمد خان جونيجو، بې نظير بوټو نوازشريف يې  لويې نومونه دلي.

هغه وويل ”  په دغو وزيراعظمانو کې يو هم  خپله موده نه ده پوره کړې، دچا  نه استعفا واخستل شوه، چرته مارشل لاء نافذ شوه او څوک دعدالت دلارې لرې کړى شو“

دهغه وينا وه”  چې  اوس دعمران خان دتحريک عدم اعتماد کومه موقعه ده نو دپاکستان دا هم يو تاريخ پاتې شويدى چې يو دعدم اعتماد تحريک هم کامياب شوى نه دى، که چرې عمران خان بچ شي نو دى به نور هم مضبوط شي او دا امکانات به نور هم روښانه شي چې دى به خپله موده پوره کوي او که داسې کيږي نو دا به دپاکستان يو نوى تاريخ وي “

 هغه وويل”  چې کوم صورتحال اوس روان دى نو په هغې کې اوس په ډاګيز ډول نه ده معلومه چې څه به کيږي، که چرې  تحريک عدم اعتماد کامياب شي او وزيراعظم دخپل سيټ نه راکوز شي نو دا به کومه نوې خبره نه وي، نوې خبره به دا وي چې دى بچ شي “

  هغه وويل ”  په دې موقعو سياسي  ګوندونه دخلکو څخه دهمدردۍ ووټ اخلي، که وزيراعظم عمران خان خپله موده پوره نکړي نو ده ته  به دا جواز په لاس ورشي او دى ويلى شي  چې  ماته مو موقعه ميلا ؤ نه شوه ،زما چې  کوم منشور او پلان و هغه مې مکملولى شو خو ماته خو موقعه ميلاؤ نه شوه “

”  پاکستان کې  دبې باورۍ دتحريک دلارې  دموجوده وزيراعظم  داساس قانون دلارې  دلرې کولو او دنوي وزيراعظم دټاکلو  خبرو زور نيولى  خو په ايني طريقه کې  دنوي وزيراعظم دټاکنې کومه موده نه ده ټاکل شوې، کومې ته چې  په اساسي قانون کې يوه خلا او دموجوده وزيراعظم تر زياتې مودې  دپاتې کيدو لاره هم ويل کيږي “

دپاکستان په پارلماني تاريخ يو نظر

دپاکستان جوړيدو راپديخوا څلور دعسکري آمرلانو لخوا  د جمهوري حکومتونو تخته اړول شوې ده، وزيراعظم وژل شوى او يو دعدليې له لوري تيزندي کړى شوى، ګڼ وزيراعظمران صدرانو کور ته ليږلي  اويو وزيراعظم له لوري  له چوکۍ څخه  لرې کړى شوى او موجوده وزيراعظم عمران خان هم  په پارلمان کې دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحريک سره مخ دى.

دپاکستان لمړى وزيراعظم په ١٦م اکتوبر کال ١٩٥١م کې په پينډۍ کې وژل شوى و، هغه په ١٥م اګست کال ١٩٤٧م کې  دوزيراعظم دچوکۍ چارې سمبال کړې وې، دوهم وزيراعظم  خواجه نظام الدين  په ١٧م اپريل کال ١٩٥٣م کې  دهاغه وخت دګورنر جنرال  غلام محمد له لوري کور ته ليږل شوى و، نظام الدين دسترې محکمې دروازه ټکولې وه، چرته چې  قاضي منير دضرورت نظريه ايجاد کړې او دغلام محمد غيرقانوني اقدام يې  جايز ګرځولى و، له هغه وروستو محمد علي بوګرا راغلى و چې هم هغه په کال ١٩٥٤م کې  دغلام ممد له لوري لرې کړى شوى و خو وروستو بيا وزيراعظم ټاکل شوى و خو هغه په اسمبلۍ کې اکثريت نه لرلو نو له دې امله  ګورنر جنرل اسکندر مرزا دهغه حکومت په کال ١٩٥٥م کې ختم کړى و، چوهدري محمد علي  له دې وروستو په کال ١٩٥٥م کې وزيراعظم جوړ شوى و خو دسکندر مرزا سره( څوک چې  د١٩٥٦م داساسي قانون په پايله کې صدر جوړ شوى و) دهغه دشخړې له امله  محمد علي په ١٢م ستمبر کال ١٩٥٦م کې مستعفي شوى و، حسين شهيد سهروردي  دعوامي ليګ ګوند مشر و  د١٩٥٤م دقانون سازې اسمبلۍ  په ټاکنو کې يې  دګټې ترلاسه کولو په ترڅ کې دخپل ګوند مشري  کوله، هغه په ١٩٥٦م کې لمړى  شخص  و چې دوزيراعظم په توګه يې تعلق   دمسلم ليګ پځايې  دکوم بل ګوند سره و، دسکندر مرزا سره داختلافونو له امله  هغه په کال ١٩٥٧م کې  له واک څخه لرې کړى شوى و.

 دسهروردي  له مستعفي کيدو وروستو  سکندر مرزا، ابراهيم اسماعيل  دوزيراعظم په  توګه ټاکلى و، هغه تر خواوشا دوه مياشتو وزيراعظم پاتې شوو و،ابراهيم اسماعيل  په دسمبر کال ١٩٥٧م کې له خپلې چوکۍ څخه مستعفي شوى و، له دې وروستو مرزا  فيروز خان نون  دپاکستان اووم وزيراعظم  ټاکلى و، ايوب خان چې کله په کال ١٩٥٨م کې مارشل لاء ولګوله نو هغه هم لرې کړى شو.

 دديارلسو کلونو دمارشل لاء وروستو ذوالفقار علي بوټو واک ته ورسيدو، بوټو د١٩٧٣م داساسي قانون  تر منظورۍ  دځانګړي انتظام دلارې صدر پاتې شو،بوټو دصدر په حېث  مستعفي او د١٩٧٣م داساسي قانون وروستو وزيراعظم جوړ شو، هغه د١٩٧٧م په ټاکنو کې بره واخسته او بريالى شوى هم و خو هم په دغه کال  دجولايي په مياشت کې جنرال محمد ضياء الحق دهغه دحکومت تخته واړوله، هغه په کال ١٩٧٩م کې تيزندي کړى شوى و.

 د١٩٨٥ په غيرګونديز ټاکنو کې محمد خان جنيکو دپاکستان ترټولو دخراب امريت لاندې وزيراعظم وټاکلى شو، هغه چونکې يو سياسي لارښود  او دوخت دآمر لپاره  يو ګواښ و نو ځکه  دهغه کومت په ٢٩مه مئ کال ١٩٨٨م کې  څو ورځې وړاندې له هغې ختم کړى شو چې هغه  دپينډۍ ښار داوجړي کيمپ دپېښې دپلټنو اعلان وکړو، په دغه پېښه کې  دپوځ دوسلو ذخيره  چاوديدلې وه،١٠٠ کسان پکې مړه شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي وؤ.

 د١٩٨٨ء دټاکنو په پايله کې  بې نظير بوټو په ٢م دسمبر کال ١٩٨٨ کې  دوزيراعظمې په توګه واک ته ورسيده، په کال ١٩٨٩م کې  دهغې په ضد دمواخذې  تحريک ناکامه شو خو صدر غلام خان دآغلې بوټو حکومت په ٦م اګست ١٩٩٠ء کې   دارټيکل  58 (2)b.  دصدارتي  اختياراتو په کارولو سره  ختم کړو، ميا نوازشريف  دبې نظير بوټو څخه وروستو   په لمړي ځل په کال ١٩٩٠ء کې نوازشريف  وزيراعظم جوړ شو، دهغه حکومت دصدر غلام اسحاق خان لخوا په کال ١٩٩٣ء کې لرې کړ شو خو سترې محکمې دهغه حکومت بيرته بحال کړو.

 بې نظير بوټو په کال ١٩٩٣ کې يوحل بيا وزيراعظمه جوړه شوه خو دهغه دوهم حکومت هم يواځې تر دريوو کلونو پاتې شو او دهغې  خپل  صدر  فاروق لغاري  دهغې په ضد دسازش کولو په ترڅ کې  په نومبر کال ١٩٩٦م کې دارټيکل  58 (2)b.  دصدارتي  اختياراتو په کارولو سره  دهغې حکومت ختم کړو، ميا نوازشريف له دې وروستو يوځل بيا دفرورۍ ١٩٩٧ء فرورۍ  دټاکنو په پايله کې  دپاکستان وزيراعظم جوړ شو، خو په ١٢م اکتوبر کال ١٩٩٩ء کې  جنرال پرويز مشرف  په هيواد کې ايمرجنسي ولګوله او نوازشريف يې له واک څخه لرې کړو.

 بيا دآمر  جنرال مشرف  په دور کې درې وزيراعظمان مخې ته راغلل  چې پکې ميرظفرالله خان جمالي  دوزيراعظمۍ چوکۍ تر نولسو مياشتو سمبال کړه  او دمشرف لخوا کور ته وليږلى شو، چوهدري شجاعت حسين  تر دوو مياشتو وزيراعظم پاتې شو او له هغې وروستو په ٢٠٠٤م کې   دمشرف ملګرى شوکت عزيز وزيراعظم جوړ شو.

 د٢٠٠٨م دعامو ټاکنو په پايله کې  پيپلز ګوند کامياب شو او په قامي اسمبلۍ کې يې اکثريت ترلاسه کړو چې ورسره يوسف رضا ګيلاني دهيواد  منتخب وزيراعظم وټاکل شو،  ديوسف رضا ګيلاني لپاره  تر هغې هر څه سم روان و   تر کومې چې هغه  په ستره محکمه کې  دعدالت دسپکاوي مجرم نه وګرځول شوى، دهغه دلرې کولو سبب دهيواد دناست صدر( اصف علي زرداري) په ضد سويس چارواکو ته دبډو رشوتونو دکيسونو دبيا پرانستو لپاره  دخط نه ليکل و،  ګيلاني  د٢٥م مارچ ٢٠٠٨م څخه ١٩م جون ٢٠١٢م پورې دپاکستان وزيراعظم پاتې شوى و،دپيپلز ګوند   دحکومت نوره ايني موده  راجه پرويز اشرف پوره کړې وه، هغه  دجون ٢٠١٢م څخه ٢٠١٣م پورې وزيراعظم ؤ.

 ميا نوازشريف  په ٢٠١٣م کې په دريم ځل دپاکستان وزيراعظم جوړ شو، کله چې هغه دخپل حکومت دوروستي کال  مودې پوره کولو ته داخل شو نو په ستره محکمه کې  دپاناما ليکس  په کيس کې راګير شو، وروستو  سترې محکمې دهغه  دقامي اسمبلۍ غړيتوب ختم کړو او هغه يې دټول عمر لپاره  دکومې دولتي چوکۍ لرلو لپاره نااهله وګرځولو.

  دقامي اسمبلۍ غونډه به دزيارت په ورځ په داسې حال کې پيل کيږي چې  دوزيراعظم عمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو له لوري  جمع کړى شوي دبې باورۍ په تحريک به پکې بحث کيږي.

 دهيواد په سياسي منظرنامه کې   په تندۍ سره بدلون راځي ،که يو اړخ ته  عمران خان په پنجاب اسمبلۍ کې داکثريت باوجود دخپل ګوند وزيراعلي  عثمان بزدار  لرې کړى او دهغه په ځايې  دپنجاب اسمبلۍ سپيکر او دلږو چوکو لرونکى خپل اتحادي  پرويز الهي دوزيراعلي دچوکۍ لپاره نومولى دى نو بل اړخ ته  بي اى پي  ګوند دحکومت څخه لرې جدا کړي  او دعمران خان  دخپل ګوند يو شمير غړو هم   دعمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک کې دمخالفو ګوندونو دمرستې اعلان کړى.

خو ددې باوجود هم  حکومت  دعوه لري چې   دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ تحريک به دناکامۍ سره مخ کيږي،بل اړخ ته اپوزيشن ګوندونه وزيراعظم څخه دمستعفي کيدو او يا په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک دمقابلې کولو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button