ايا دنوي وزيراعظم دټاکنې ايني موده عمران خان ژغورلى شي؟
ايا دنوي وزيراعظم دټاکنې ايني موده عمران خان ژغورلى شي؟
پاکستان کې دبې باورۍ دتحريک دلارې دموجوده وزيراعظم داساس قانون دلارې دلرې کولو او دنوي وزيراعظم دټاکلو خبرو زور نيولى خو په ايني طريقه کې دنوي وزيراعظم دټاکنې کومه موده نه ده ټاکل شوې، کومې ته چې په اساسي قانون کې يوه خلا او دموجوده وزيراعظم تر زياتې مودې دپاتې کيدو لاره هم ويل کيږي.
په پاکستان کې دټاکنو او پارلماني چارو تجزيه کارې ادارې پلډاټ مشر احمد بلال محبوب انډينپينډنټ اردو څانګې ته ويلي په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک له وړاندې کيدو وروستو دوزيراعظم دټاکنې لپاره به ترټولو وړاندې دنامزدګۍ کاغذونه خپاره کولى شي، ددې کره کتنه به کيږي او په دې مهال به دکانديدانو نوملړ مخې ته راشي دکوم وروستو چې به درايې اچونې دلارې د172 ووټونو دلارې دکانديدانو ټاکنه کيږي.
احمد بلال ويلي که چرې مطلوبه شميره کوم کانديد ته ترلاسه نه شي نو چې کوم لمړي دوه کانديدان وي دهغوي ترمينح به مقابله کيږي کوم چې يو زړه راښکونکى پړاؤ دى او په دې کې کې د172(غړو) شرط هم پوره کول نه وي بلکې ددې لپاره داسمبلۍ دټولو غړو اکثريت ته اړتيا وي.
هغه ويلي دا خبره ديادونې وړ ده چې په موجوده وضعيت کې دنوي وزيراعظم ټاکلو لپاره په اساسي قانون کې داسې کومه موده نه ده ايښودل شوې چې دواکمن ګوند پي ټي ايي دکومت لپاره دځان ژغورلو وروستۍ سياسي حربه کيدى شي.
داحمد بلال وينا وه ” زمونږ داساسي قانون لاندې دا يوه خلا ده، دنوو ټاکنو برعکس چې پکې دنوي وزيراعظم ټاکلو موده 21 ورځې ده، دبې باورۍ دتحريک چليدو وروستو دوزيراعظم دټاکنې دمودې په اړه په اساسي قانون کې کوم سپيناوى او قواعد نه ترلاسه کيږي”
هغه ويلي په داسې حال کې به صدر ته غونډه رابلل وي کوم چې دهغه ځانګړى واک دى، په دې مهال چې ترڅو نوى وزيراعظم نه ټاکل کيږي، پخوانى وزيراعظم دکار دوامداره ساتلو واک لري.
خو هغه په ډاګه کړې ده چې دعمران خان دحکومت لپاره به دا خبره دزيات ډاډګيرنې وړ نه وي چې دنيمو څخه زيات غړي په وزيراعظم بې باوري څرګنده کړي، له دې وروستو به دهغه څوکۍ نه پريښودل دشرمندګۍ سبب وي.
احمد بلال ويلي دنوي وزيراعظم دټاکنې لپاره دمودې نقطه يو چيلنج دى او عمران خان په دې دمخالفو ګوندونو دتنګولو ترڅنګ ددې څخه دراتلونکو ټاکنو لپاره لږې ډيرې ګټې ترلاسه کولى شي.