افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو دبې ږيرې دولتي کارکوونکو دګوښه کولو دړکه کړې،راپور

طالبانو دبې ږيرې دولتي کارکوونکو دګوښه کولو دړکه کړې،راپور

دنړيوالې خبري ادارې ادارې رويټرز له مخې افغان طالبانو ټولو حکومتي ملازمانو ته امر کړيدى چې يا خو دې ږيره پريږدى، ټوپۍ دې پسر کړي اؤ يا دې له دندو څخه ګوښه کيدو ته چمتو شي.
خو بي بي سي دطالبانو دامر باامعروف ونهي عن المنکر وزارت وياند محمد صادق عاکف په اړه ويلي ددولتي ادارو کارکوونکو ته يې دږيرې دپريښودلو، لمونځ کولو او جامو په اړه يې زورنه نه ده کړې او دې لړ کې يې دناسم چلن راپور رد کړيدى.
دطالبانو له لوري دوخت په تيريدو سره په افغانستان کې په تدريجي توګه دسختو قوانينو نفاذ کولى شى، په کوم چې دنړيوالې ورورولۍ له لوري هم سخت غبرګون مخې ته راروان دى.
د رويټرز دراپور له مخې دطالبانو دامربالمعروف اؤ نهي عن المنکر وزارت استازي تيره ورځ په دفترونو ګرځيدلي، ترڅو وګوري چې ايا ملازمان په نوؤ قواعدو اؤ ضوابطوعمل کوي که نه
راپور کې ويل شوي په ملازمانو غږ شويدى چې نمونځونه دې هم په ټاکلي وخت ادا کړي.
هغوي ته ويل شويدي چې که په قواعدو عمل ونه کړي له دې وروستو به دفترونو ته دداخليدو جوګه نه وي اؤ باالاخره به له دندو څخه ګوښه کړى شى.
د طالبانو حکومت تيره اوونۍ ښځې له محرم څخه پرته بهر ته له هوائي سفر څخه منعې کړې وي، همدغه راز هغوي پارکونه په صنفي بنياد ويشلي وؤ چې له مخې يې تر دريوو ورځو ښځو ته دغو پارکونو ته دداخليدو اجازه ورکړى شوې اؤ څلور ورځې سړو ته، دکوم مطلب چې دا دى چې ديوې کورنۍ غړي اؤ واده کړې جوړې هم دغو پارکونو ته اوس نۀ شي داخليدى.
همدغه راز طالبان تيره اوونۍ دخپلې ژمنې سره سم دجينکو زده کوونکو لپاره دښوونځيو دپرانستيو له ژمنې هم پشا شوي وؤ او يو بيان کې يې ويلي وو چې دې لړ کې به دپلان جوړيدو پورې په ټول افغانستان کې دجينکو ښوونځي تړلي وي.
دطالبانو په دغو سختو پريکړو دهيواد دننه او دبهرنيو حکومتونو له لوري سختې نيوکې روانې دي ، دامريکا له لوري طالبانو سره دافغانستان داقتصاد په اړه ټاکلې خبرې هم ځنډول شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button