پاکستانمهم خبرونه

لکي مروت کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال څلور ترهه ګر وژل شوي

لکي مروت کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال څلور ترهه ګر وژل شوي

 امنيتي سرچينې وايي   دخېبرپښتونخوا په لکي مروت  سيمه کې امنيتي ځواکونو سره ديوې نښتې په مهال څلور ترهه ګر وژل شويدي او دهغوي له قبضې څخه وسله هم ترلاسه کړى  شوې ده.

  دامنيتي سرچينو وينا ده چې  پوليسو او  پوځ په ګډه دپيزو تاڼې په حدودو کې  دشيري خيل سره نزدې  په وانډه فقيران نومې سيمه کې  داستخباراتي  معلوماتو په اساس  عمليات ترسره کړيدي.

سرچينو ويلي   دامنيتي ځواکونو په ډزو  ديو ناچله ډلې سره تعلق لرونکي  څلور زيات مطلوب ترهه ګر وژل شوي او دهغوي څخه خودکاره وسله هم لاسته راوړل شوې ده.

  دسرچينو وينا ده دوژلى شوو ترهه ګرو پيژندګلو دافتاب، فضل الرمان عرف ارماني، عليم الله، او دياسين عرف لړم په نومونو سره شوې ده او  ديو ترهه ګر دژوبل کيدو خبر هم ترلاسه شويدى.

  دپوليس چارواکو وينا ده  دترهه ګرو له قبضې څخه څلور کلاشنکوفې، ار پي جي سيون راکټ لانچر او ايي اي ډي ترلاسه کړى شويدي

 په دې وروستيو کې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد په پېښو کې  اضافه راغلې ده، په ځانګړې توګه قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې  په دې وروستيو کې دترهه ګرو له لوري  ګڼ بريدونه ترسره کړى شويدي چې پکې دزياترو ذمه واري  دناچله ډلې ټي ټي پي له لوري منل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button