پاکستانسیاستمهم خبرونه

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید د وزیراعظم لخوا وړاندې شوي خط بې خبري ښودلې ده

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید د وزیراعظم لخوا وړاندې شوي خط بې خبري ښودلې ده

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید د وزیراعظم لخوا وړاندې شوي خط بې خبري ښودلې ده

اسلام اباد ( وحدت نیوز ) نن په 28 مارچ د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال شيخ رشيد وويل جی يو ایي( ف )ته د نننۍ غونډې اؤ پرلت اجازه نۀ ده ورکړل شوې، د دوي اين او سي ختمه شوې ده اؤ مسلم ليګ (ن) ته د نننۍ غونډې اجازه ورکړل شوې ده.
ده وويل چې عمران خان د ازادې بهرنۍ پالېسۍ بنياد اېښی دی، مونږ به د عمران خان سره تر اخره ولاړ يو،
دهغه په وینا عمران خان که په اقتدار کښې وي او که نه وي مونږ ورسره ولاړ يو۔
د کورنیو چارو وزیر وویل، که د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک نن پارلیمان ته وړاندې شي نو د دوشنبې په ورځ به پرې رایه واچول وشي.
هغه زیاته کړه چې هیڅ حکومت یې نه دی لیدلی چې خپل وخت پوره کړي اؤ وایي زه فکر کوم چې دمئ له 29 تر 31 مې نېټې پورې به د حکومت فیصله وشي.
شیخ رشید وویل کوم لیک چې عمران خان بیګاه په جلسه کې وښو دلو، هغه ده ته هم نه دی ښودل شوی اؤ نه یې ورسره کله په دغه اړه څه خبره شوې ده.
هغه وويل چې اسټيبلشمنټ يوازې د پاکستان سره دی.
دنوموړي وینا وه چې له لومړۍ ورځې څخه یې دعمران خان نه غوښتنه کړې ده چې ولس ته دې یو زړه پورې بجټ ورکړل شي اؤ‌ له هغې وروسته دې انتخابات وکړي
هغه دپنجاب اسمبلی دماتولو اؤ په ملک کې دبېړني وضعیت پرځائ کولو او په سندهـ کې دګورنر راج لګولو غوښتنه هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button