افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ګلبدين حکمتيار وايي د نجونو ښوونځيو تړل کېدل يوه لويه تېروتنه ده

ګلبدين حکمتيار وايي د نجونو ښوونځيو تړل کېدل يوه لويه تېروتنه ده

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ويلي دي  د نجونو ښوونځيو تړل کېدل يوه لويه تېروتنه او له اسلام او راتلونکي سره جفا ده.

ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې وروستو له هغې کړيدي چې دتيرې شورو په ورځ طالبان دجينکو دښوونځيو دپرانستو له ژمنې پشا شول او په ټول هيواد کې يې  دجينکو  ښوونځي دڅو ساعتو پرانستل کيدو وروستو وتړل په کوم چې  دافغانستان دننه او دبهرنيو حکومتونو او  ادارو له لوري سخت غبرګون مخې ته راغلى او تر دې چې امريکا دطالبانو سره  دافغانستان داقتصادي ستونزو په ګډون په نورو معاملو  ترسره کيدونکې مذاکرات هم  ځنډولي دي.

ګلبدين حکمتيار  ويلي ” هسې نه افغان نجونې وانگېري چې خپلو وطنوالو د اسلام په نوم له خپل انساني او اسلامي حق محرومې كړې خو غربيان يې د حقوقو مدافعين شول”

 په عين حال کې ‏د قطر د بهرنيوچارو وزير محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ويلي په هيواد کي يې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي له خبرو پښېمانه نه دي، خو د نجونو په زده کړو محديتونو لړزولي دي.

 بل اړخ ته طالبانو له کابل هوايي ډګر څخه بهر ته د لسګونه تلونکو ښځو د سفر مخه نيولې او د پرواز اجازه يې نه‌ده ورکړې.

  دطالبانو په حکومت  کې دبشري حقونو او په ځانګړې توګه دښځو دحقونو په اړه  په لويديزه کې سختې انديښنې ښودلى شي  او له هغوي څخه غوښتنه کولى شي چې جينکو زده کوونکو ته دې دتعليم  اجازه ورکړي او ښوونځې دې ورخلاص کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button