پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپي ټي ايي او(ن) ليګ کارمندان داسلام اباد په لور

دپي ټي ايي او(ن) ليګ کارمندان داسلام اباد په لور

 دهيواد پلازمېنه اسلام اباد  کې نن دواکمن ګوند تحريک انصاف له لوري  لويه جلسه کولى شي دکوم لپاره چې  ټولې تيارۍ مکمل کړى شي، واکمن ګوند پي ټي ايي په وزيراعظم عمران خان دمخالفو ګوندونو دفشار وروسته ددغه جلسې دکاميابولو لپاره سختې هڅې  کوي.

 که يو اړخ ته  واکمن ګوند په اسلام اباد کې دسياسي طاقت څرګندونه کوي نو بل اړخ ته  دمخالفو ګوندونو يو شمير کارمندان اسلام اباد ته رسيدلي او ځينې داسلام اباد په لوري ورروان دي.

بل اړخ ته  دپي ټي ايي په جلسه کې  دميډيا په پروفيشنل کيمرو بنديز لګول شويدى، دواکمن ګوند يو وياند ويلي  ددغسې کيمرو له امله امنيتي  ګواښ وي.

په عين حال کې  وزيراعظم عمران خان  په يو آډيو پيغام کې  دخپل ګوند کارمندان مخاطب کړي او ويلي يې   هغوي دې نن په ٢٧م مارچ  داسلام اباد دتاريخي جلسې لپاره  له خپلو کورونو څخه په وخت راوحي  ترڅو هغوي په وخت راورسيږي.

 په ټولنيزه  ميډيا زيرګردش دغه آډيو پيغام کې عمران خان ويلي  داسلام اباد جلسې ته په اشارې کولو سره ويلي ”   دا دپاکستان دراتلونکى جنګ دى”

 عمران خان ويلي ” ټولو ته پيغام ورکول غواړم زر راوځي ځکه چې رش به وي، سړکونه به تړلي وي، او زه ويريږم تاسو به جلسې له په وخت راونه رسئ، چاچې منصوبه جوړه کړې او چاته چې هم راتلل دي، هغوي دې زر راوځي،نن مونږ دپاکستان دتاريخ جوړولو لپاره راوتلي يو”

 وزيراعظم عمران خان دمخالفو ګوندونو له لوري په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک سره مخ دى، اپوزيشن ګوندونو ته دخپل سياسي طاقت ښودلو لپاره عمران خان نن داسلام اباد په پريډ ګراؤنډ کې جلسه کوي.

عمران خان  دعوه کوي چې  په اسلام اباد کې به نن دلسو لکو کسانو جلسه کوي خو بل اړخ ته مخالف ګوندونه په هغه غږ کوي چې د١٠ؤ لکو کسانو دجلسې کولو پځايې دې اوس په پارلمان کې د١٧٢ غړو ملاتړ ترلاسه کړي.

مخالف ګوندونه  دعوه لري چې دعمران خان حکومت په پارلمان کې اوس اکثريت بايللى خو عمران خان  بيا دريځ لري چې  نه يواځې  دا چې دبې باورۍ تحريک به په پارلمان کې دناکامۍ سره مخ کيږي بلکې له دې وروستو به  دمخالفو ګوندونو څخه سخت حساب اخلي.

بل اړخ ته  دمخالف ګوند مسلم ليګ(ن)  دګرانۍ په ضد کاروان  دپنجاب دسرښار لاهور څخه داسلام اباد په لور روان دى.

ددې ترڅنګ د جى يو ايي کارمندان د٢٨م مارچ دجلسې لپاره  دخالي دورځې څخه  اسلام اباد ته رسيدلي  او هغوي  دسيکټر جي ناين سره نزدې  دسري نګر لويې لارې  چاپيره خپلې خيمې لګولي دي.

  مولانا فضل الرحمان  تيره ورځ په وزيراعظم عمران خان غږ کړيدى چې  هغه دې پخپله له واک څخه لرې شي  ګنې هغه به  لرې کړى شي.

په اسلام اباد کې   خپلو کارمندانو ته په وينا کې مولانا فضل الرحمان ويلي هيڅ مفاهمت به نه شي کولى.

دمولانا فضل الرحمان ترڅنګ  دپخواني وزيراعظم نوازشريف لور او دمسلم ليګ(ن) مرستيالې مشرې مريم نواز تيره ورځ دعوه کړې وه چې دعمران خان حکومت  ختم شوى او هغوي ورته په اسلام اباد کې دخداې په امانۍ ويلو لپاره ورروان دي.

همدغه راز  داطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري په اسلام اباد کې نن دترسره کيدونکې امربالمعروف جلسې په اړه پخپل يو ويډيو بيان کې ويلي دعمران خان جلسه د ولس جلسه ده، عمران خان په هيواد کې ديوې ازادې خارجه پاليسۍ بنياد ايښودى او هغه به د ولس سر ټيټيدو ته ورنکړي.

ددې ترڅنګ   په قامي اسمبلۍ کې  دمخالفې ډلې مسلم ليګ(ن) مشر شهبازشريف پخپل يو بيان کې دخپل ګوند په  کارمندانو غږ کړى چې هغوي دې دګرانۍ دخاتمې  په مارچ کې  برخه واخلي او زياته کړې يې ده چې  د حکومت  په  سياسي او ايني  طريقې سره له مينځه وړلو دلارې دې  دهيواد راتلونکى وژغورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button