افغانستانمهم خبرونهنړۍ

تهامس ويسټ وايي هيله ده طالبان به دجينکو دتعليم په اړه خپله پريکړه بدله کړي

تهامس ويسټ وايي هيله ده طالبان به دجينکو دتعليم په اړه خپله پريکړه بدله کړي

  افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي  تهامس ويسټ ويلي  هغه هيله لري  په راتلونکو ورځو کې به  طالبان  دجينکو دتعليم په اړه پريکړه بدله کړي.

تهامس ويسټ  قطر کې د ‘دوحه فورم’ په نامه يوې نړيوالې ناستې ته وينا کې تهامس ويسټ منلې ده چې ” اسلامي امارت   ښځو او زنانه ؤ  ته ښوونځي ته دتللو داجازې ورکولو ژمنه کړې وه”  او زياته يې کړه”  دتيرې شورو په ورځ  چې دې لړ کې واپسي وشوه نو  زه په دې  په دې حيران شوم  او   فکر کووم تاسو به  ددې حرکت دغندنې په اړه دنړۍ غبرګون ليدلى وي، هغه وويل  دا دافغان ولس  داعتماد څخه سرغړونه ده ځکه چې  هغوي(طالبانو) ژمنه کړې وه.

همدغه راز  پښتنې  زده کوونکې ملالې يوسفزئي افغان جينکو زده کوونکو ته په اشارې سره وويل ” هغوي له خپلو ښوونځيو څخه بهر انتظار کولو، خو دروازې پسې وتړل شوې او هغوي ژړل. “

هغې وويل ”  يواځې دغسې  دهغوي سره  په دې وجه ولې کيږي چې هغوي جينکۍ دي؟ هغوي ولې مطالعه نه شي کولى؟ هغوي زده کړې ولې نه شي کولى؟”

 تيره ورځ امريکا  دطالبانو له لوري  دجينکو دسکولونو  دپرانستو له ژمنې څخه دپشا کيدو وروستو دطالبانو سره په قطر کې  ټاکل شوې هاغه خبرې منسوخ کړې وې چې پکې به  دافغانستان په اقتصادي ستونزو خبرې  کيدې.

دطالبانو ددغې پريکړې   دبهرنيو حکومتونو او بشري خواخوږۍ په اساس دکارکوونکو ادارو  له لوري سخته غندنه شوې ده ، په افغانستان کې په ګڼ شمير کې خلک دهغوي  په دغه پريکړه حيران شوي، ګڼو جينکو زده کوونکو  پرې ژړلي  او  په کابل کې يې په ضد جينکو زده کوونکو واړه احتجاجونه هم کړيدي.

په يوه ګډه اعلاميه کې   څو ورځې دمخه دبرطانيې ، کاناډا، فرانسې، اټلي، ناروى او امريکا دبهرنيو چارو وزيرانو او  داروپايي اتحاديې لوړپوړي استازي ويلي دطالبانو دغه پريکړه به ددغه ډلې دراتلونکي ممکنه قانوني حېثيت ته زيان ورسوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button