پاکستانمهم خبرونه

خېبرپښتونخوا کې دسړو حسدونه دخواجه سراو دوژنې سبب ګرځي

خېبرپښتونخوا کې دسړو حسدونه دخواجه سراو دوژنې سبب ګرځي

 دپېښور سره تعلق لرونکي خواجه سرا مانو، له وژل کيدو څخه  څو ورځې دمخه  دخپلو لګښتونو په اړه پريشانه و، دهغې لپاره ودونه دامدن يوه لويه سرچينه وه او هغه پريشانه وه چې  دروژې دمياشتې  دپيل کيدو سره به هغه تر يوې مياشتې  دپېسو ګټلو جوګه نه وي.

 هغې سره ددې يو حل و، خو دا لږ مشکل شان و، يو سړى چې هغې ورسره په ماضي کې رومانوي  تعلق لرلو، له هغې څخه يې  اته لکه روپۍ قرض اخستې وې، که چرې هغې ته دغه پېسې ترلاسه شوې وى نو دقابل پيشګي راتلونکي په اړه به  له پريشانۍ سره نه مخ کيدى.

هغې همددغسې کولو يوه هڅه وکړه.

 دتيرې جمعې په ورځ، مانو دپېښور محله جهنګي سيمې ته ديو پرنټنګ پريس مخه وکړه، کوم چې  دتاريخي  قصه خوانۍ بازار سره نزدې  دى،دغه پريس دثناء الله په نوم ديو تن  ملکيت و، څوک چې دهغې پخوانى اشنا و، هغه دغه تن له ورغله او ورته يې خپل بدحال بيان کړو چې ولې هغه خپلې پېسې  واپس غواړي، دغه تن  هغه رد کړه او ورته يې وويل چې خپله مخه دې وکړي خو هغې ورته سپينه کړه  چې  په هغه پسې يې کومې پېسې قرض دي دهغې له اخستلو پرته به نه ستنيږي، دهغې په اصرار دغصه کيدو وروستو ثناء الله هغه په ډزو وژلې وه، هغه دپېښور  دګڼې ګوڼې په سيمه کې په تېښته کې بريالى شوى و.

 دمانو کورنۍ چې  دملاکنډ دبټخيلې سيمې سره  يې تعلق دى، دهغې دمړي له قبلولو څخه يې هم انکار وکړو او دهغې دوروستو رسوماتو ادا کول يې سيمه ييزې دخواجه سراو ټولنې ته پريښودل، دخېبرپښتونخوا دخواجه سراو دډلې  مشرې ارزو خان ډان ورځپاڼې ته ويلي  دمانو کورنۍ  خاورو ته دهغې  دسپارلو په رسوماتو کې له برخې اخستو انکار کړى او ويل يې  دهغې سره يې په ژوند او مرګ هيڅ تعلق نشته.

“” مونږ دهغې مړي ته دغسل ورکولو لپاره دخلکو بندوبست وکړو، زمونږ ګاونډيانو هديرې ته درسولو او دفن کولو لپاره  دهغې کفن ته اوږه ورکړه”

رد شوې مينه

  په خېبرپښتونخوا کې  دخواجه سراؤ وژنې  په حيرانونکې باقاعدګۍ سره مخې ته راځي،  که هر څو سمه شميره تر دې مهاله په لاس کې نشته خو  د٢٠١٥م څخه تر دې مهاله  دغير سرکاري  شميرې له مخې  له ٧٠و څخه زيات خواجه سرا وژل شويدي.

په راپور کې ويل شويدي چې   په پېښور کې  دمانو په نوم  دخواجه سره وژنه  په يوه اوونۍ کې  ددريم خواجه وژنه وه.

راپور کې ويل شوي  په ١٧م مارچ يوه ښځينه خواجه سرا چاند په مردان کې وژل شوې او دهني په نوم بل خواجه سرا  په دغه بريد کې ژوبل شوى و، دغه بريد داسامه په نوم يو تن کړى  چې دپوليسو له مخې  هغه  په هني له دې امله غصه و چې دهغه  مينه يې رد کړې وه، اسامه په هني ډزې کړې وې خو هغه يې ژوبل کړى او چاند يې وژلې وه، وروستو اسامه پوليسو نيولى و.

همدغه شان  د١٣م مارچ په شپه پينځه خواجه سرا هاغه وخت  ژوبل شوي وو چې يو غصه شوي  پخواني عاشق  دهغوي په ډله ډزې پيل کړې، په دغه بريد کې ژوبل شوې نتاشا ډان ته ويلي  چې دهغې ملګرې  مونا ددغه ډلې سره په يو بازار کې ليدنه کړې وه  او په دې خبره يې ټينګار کړى و چې  دهغوي ځايې ته دملګرتيا په حېث بوتللى شي، هغې وويل  کله چې هغوي دمونا کور ته ورسيدل،  دهغوي ډله  په پوړو بره وختله او نتاشا ټيکسي ته دکرايه ورکولو لپاره ايساره شوه” ما   دڅلورو څخه تر  پينځوو ډزې واوريدې  او بره مې منډې کړې  چې ومې ليدل نو په فرش زما څلور ملګري پراته وؤ”

 حمله کوونکى چې اوس هم دننه و، په نتاشا يې  په داسې حال کې ډزې پيل کړې چې هغې  دپېښې دځايې څخه دتېښتې هڅه کوله، هغه په دغو ډزو کې  په پتون لګيدلې وه،دسميرو په نوم يو ژوبل خواجه سراه وروستو دټپونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړې وه.

 دمانو  له وژنې وروستو دپېښې او مردان څخه  دخواجه سراو په ضد دتشدد ددوو نورو پېښو راپورونه هم ترلاسه شوي، دتيرخالي په ورځ  نامعلومو موټرسايکل سورو دمردان ميوزيم سره نزدې په چارسده روډ دکوکونټ په نوم يو خواجه سرا ژوبل کړى او د وړه په نوم يې بل ژوبل کړى، دغه دواړه  خواجه سرا په چارسده ضلع کې  په يوه دستوره کې له رقص وروستو راستنيدل.

همدغه راز په صوبايي سرښار پېښور کې  دڅوکنو پوليس تاڼې  دشيزا په نوم  ديو خواجه سرا دتښتولو په تور پينځه مشکوک کسان نيولي، شيزا دموسيقۍ په يوه دستوره کې  له رقص وروستو راستنيده چې ددغو کسانو له وتښتول شوه.

 پوليسو ته له خبر ترلاسه کيدو وروستو، پينځه واړه تښتوونکي  په غزچوک کې  په يو چيک پوسټ نيول شوي او له هغوي څخه شيزا راخلاصه کړى شوې وه.

 دورځپانې په راپور کې ويل شوي  دغه رقم پېښې په نزدې ماضي کې  دشراکت دارانو، چې په سيمه ييز ډول ورته  ” مړخ” ويل   کيږي، کردار تر څارنې لاندې راوستى، د خواجه سراو دحقونو  يو فعال تيمور کمال  ډان ته  سپينه کړې ” مړخ”  رومانوي شراکتداران وي څوک چې  دخواجه سراو اقتصادي  مرسته کوي، په ځينو پېښو کې کورنيو   دغيرت په نوم هم خپل خواجه سرا غړي وژلي،دا “مړخ” په خېبرپښتونخوا کې  دزياترو زنانه خواجه سراو دوژلو ذمه وار دي.

 ښاغلي کمال ورځپانې ته ويلي  داقتصادي او ټولنيزو کمزوريو له امله خواجه سرا ګڼو  کسانو ته په ورتللو مجبوروي،  دبې روزګارۍ له امله خواجه سرا يا خو جنسي کارکوونکي  جوړيږي او يا په ودونو کې رقاصان،دهغوي لپاره  دسړو څخه لرې اوسيدل ګران وي، خو” مړخ”  زياتره وخت  دخپلو شراکتدارانو دنورو سره په ليدلو له انتقامي جذبو څخه ډک شي ، کوم چې هغوي  وژنو ته وهڅوي.

څو کاله دمخه يودغه شان “مړخ”  دصوبايي سرښار  دباړه ګيټ سيمې نزدې ديوې  ښځينه خواجه سرا دبدلن دڅيرل شوو برخو سره نيول شوى و،  وژونکي وروستو پوليسو ته ويلي وو  په دغه خواجه سرا يې  درنې پېسې لګولې وې او دبل چا سره يې  دهغې ليدل نه شو زغملى.

  داستثنا کلتور

 دښاغلي کمال له مخې دپوليسو له  نقايصو ډکې پلټنې  هاغه علت دى چې له امله يې وژونکي  باالاخره ازاد ګرځي،هغه په دې باور دى چې حکومت ته  دجرمونو قوانينو کې بدلون پکار دى او ددې ترڅنګ بايد دخواجه سراو په وژنه کې رياست يو فريق جوړ شي  ځکه  دغه ټولنه دخپلې کمزورتيا له امله ددغه کيسونو  دپيروۍ جوګه نه دي  ، ګواښل کيږي او ويرول کيږي.

 دګل رحمان په نوم يو وکيل دښاغلي کمال سره په دې خبره کې اتفاق کوي،هغه ويلي  چې په زياترو کيسونو کې، پوليس دمناسبو  مقدمو په اندراج کې ناکاميږي،همدغه شان  په پلټنو او دثبوت په راټولولو کې هم ستونزې وي، هغه  ويلي   دزيات مقبول ، عاليشاه دوژنې په کيس کې، کوم چې په ٢٠١٦م کې ولسي غږ راپارولى و، وژونکى دپېښورهايکورټ له لوري له دې امله ازاد شوى و چې پوليسو دفتري تيروتنې کړې وې.

 هغه وويل پوليسو ويلي وو چې ”  دمياشتې په ٢٩مه نېټه هغوي  وسله ترلاسه کړې وه خو له ريکارډ څخه څرګنده شوې وه چې وسله  دپوليسو فورنزک ليب ته په ٢٥مه نېټه ليږل شوې وه”. وکيل وويل شايد دا خدايي سزا وه چې وژونکى دخوشې کيدو شپږ مياشتې وروستو  دمرګ سره مخ شو.

 دخواجه سراو دټولنې  يوې استازې ، آرزو خان  ويلي  دوژنو دکيسونو مخ په وړاندې بوتللو کې دغه ټولنه محدوده ده، دبيلګې په توګه ، په زياترو کيسونو کې،موروپلار دوژونکو سره دديت   په حل  سازباز کوي،آرزو شکايت کړى چې “هاغه خلک څوک چې مونږ په ژونديني  خپل نه ګڼي، بايد ورته دا  اجازه  هم ورنکړى شي چې  په مرګ  زمونږ څخه ګټه واخلي “

 دپېښور پوهنتون  دجينډر مطالعو مشر ډاکټره  آنوش خان   زمونږ په کلتور کې  دمختلفو جنسونو دپيژندګلو په کمي دافسوس څرګندونه کړې”له بده مرغه همدغه رقم کيس  دخواجه سراؤ هم دى،هرکله چې مونږ هغوي انسانان وګڼل، شايد وضعيت بدل شي “

خو هغه زياتره پراميده نه ده، هغې په دې خبره دافسوس څرګندونه کړې چې  مونږ لا اوس هم  دزنانه ؤ دبنيادي حقونو لپاره هڅې کوو، هغه په دې باور ده چې وژنې يواځې  په هاغه صورت کې ودريدى شي چې په دې کې ککړو مجرمانو ته سزا ورکړى شي.

 دپېښور پوليس سپرنټډنټ( ايس پي سټي) عتيق شاه ويلي  هغوي  دپوليسو په افسرانو، دخواجه سراؤ استازو او سيمه ييزو مشرانو  مشتمل يوه کميټي  جوړه کړې ده ، ترڅو دخواجه سراؤ ټولنې ته پېښې ستونزې هواري کړي، هغه ددغه کميټۍ يو غړى دى.

ښاغلي عتيق شاه وويل  هغوي  دپوليسو دستونزو دهواري  په کميټۍ هم خواجه سرا شامل کړيدي،ترڅو دهغوي  دستونزو ازاله وشي.

 خو هغه وويل  دې خبرې ته په کتلو سره چې دمانو وژونکى يو داسې څوک و چې هغې ته نزدې و، پوليس هر  دهرخواجه سره دوژنې دمخنيوي لپاره  هر يو ته وسله وال امنيت نه شي ورکولى.

 دخېبرپښتونخوا پوليس سره  دصنفي مساواتو اى ايي جي، عائشه ګل  ډان ته ويلي په خواجه سراو دحملو وروستو دپوليسو غبرګون ارزښت لري، هغې ويلي پوليس  په خواجه سراؤ دحملو  دډيټا په راټولولو کار کوي.

 هغې ويلي ” په سوات کې شميره ښايي چې  په دغه ضلع کې دخواجه سراوو په ضد دتشدد دولس بيلا بيلې پېښې رامينځته شوي ” په دې کې څلور  کيسونه  دروغې جوړې په ترڅ کې ختم شويدي، او په لږ ترلږه لسو کيسونو کې دپېښې ښکار شوو ( خواجه سراو) او مشکوکو کسانو يو بل پيژندل.

 آغلې ګل ويلي” دمرکزي او ټولنيزې ميډيا څخه  داسې څارنه کيږي چې  دپوليسو له لوري ددغه رقم  کيسونو په ضد داقدام نه کولو سوال نه پېدا کيږي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button