افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دمهاجرت پوهان وايي داوکراين او افغان مهاجرينو لپاره دامريکا په مرسته کې تضاد دى

دمهاجرت پوهان وايي داوکراين او افغان مهاجرينو لپاره دامريکا په مرسته کې تضاد دى

دامريکا غږ دانګريزۍ  څانګې پخپل يو راپور کې ويلي دروسيې دبريد له پيل کيدو څخه راپديخوا له 3٫7 ملينو څخه زيات  خلک له اوکراين څخه تښتيدلي، دملګرو ملتونو چارواکي ويلي  په دغه پيمانه مهاجرت  ددويمې نړيوالې جګړې څخه  وروستو نه دى ليدل شوى، راپور کې ويل شوي  دمهاجرت دځينو وکيلانو وينا ده همدغه شان غيرمعمولي انداز کې  مهاجرينو ته دهرکلي ويونکو هيوادونو له لوري ځواب هم ورکړى شوى.

 راپور کې ويل شوي چې داوکراين  مهاجرين  په بنيادي توګه پولينډ، سلوواکيا، هنګري، رومانيه او مالډوى ته ځانونه رسوي، په موجوده وخت کې  په پولينډ کې ترټولو زيات  مهاجرين مېشته دي، اوکرانيان  په امريکا کې هم دخپلو کورنيو سره ديوځايې کيدو هڅې کوي او  دامريکا ميکسيکو پولې ته رسيدلي دي.

 په بايډن انتظاميې  دبې ځايه شوو اوکرانيانو امريکا ته دورتګ لپاره  دنيغ په نيغه لارو موندلو په غرض، سپينې مانۍ  دزيارت په ورځ اعلان کړى چې  هغوي به خواوشا يو لک اوکرانيانو ته هرکلى وايي.

 په راپور کې پوښتنه شوې چې ايا امريکا اوکراني مهاجرين دافغان  مهاجرينو څخه په بيل ډول قبلوي، څوک چې هم دغه شان دجګړې له امله په لويې شمير کې تښتيدلي وو؟

 په کيلي فورنيا کې دمهاجرت يو وکيل ايلي بولور ويلي “بيخي”  او زياته کړې يې ده چې  دا حيرانونکې خبره ده چې امريکا اندازتاً يو لک اوکرايني مهاجرين قبلوي.

خو بولور وويل دامريکا  افغان او اوکرايني مهاجرينو ته دهرکلي ويلو په طريقو کې  تضاد دى چې پيل يې  دعارضي محفوظ شوي حېثيت( ټي پي ايس) څخه شوى، دغه پروګرام  په امريکا کې  قانوني حېثيت ورکوي او  دملک بدرۍ  څخه تر اتلسو  مياشتو تحفظ ورکوي، همدغه راز دا خلکو ته په هيواد کې  په قانوني ډول دکار کولو اجازتنامې هم ورکوي.

 داوکراين لپاره دامريکا دهوملينډ سيکورټي  محکمې سيکرټري ايلجنډرو مايوکاس  دروسيې  له بريد يوه مياشت وروستو دټي پي ايس حېثيت اعلان کړى.

 دافغانستان لپاره  انتتظاميې  دهاغو افغان مهاجرينو لپاره چې په امريکا کې مېشته دي، دامريکا لخوا دافغانستان دپريښودو اووه مياشتې وروسته   دټي پي ايس حېثيت نه دى ورکړى شوى.

 په کارنيل پوهنتون کې  دمهاجريت يو قانوني پروفيسر سټيفن-لويهر ددې خبرې سره اتفاق کړى چې  امريکا داوکراين دمهاجرينو لپاره دټي پي اي سملاسي اعلان کړى  خو دا خبره يې   هم ياده کړې چې اوکرانيان او افغانان دواړه به  دعمومي مهاجرت له نظام څخه تيريږي.

 هغه وويل ”  مونږ امريکا ته خلکو ته دزر راتللو داجازې ورکولو يو ښه نظام نه لرو “

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button