پاکستانقبائلمهم خبرونه

شمالي وزيرستان : دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنګيالو ترمينځ نښته،يو عسکر ژوبل

شمالي وزيرستان : دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنګيالو ترمينځ نښته،يو عسکر ژوبل

  دافغانستان پولې ته نزدې  دخېبرپښتونخوا  قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې  دامنيتي ځواکونو او  نامعلومو وسله والو  ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يې يو عسکر ژوبل شويدى.

دسيمې څخه حکومتي سرچينو  وحدت نيوز ته ويلي  دغه نښته دميرعلي سب ډويژن  په هرمز سيمه کې ترسره شوې ده چې له امله يې  دنايک هدايت الله په نوم يو عسکر ژوبل شوى او وروستو دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدى.

 دسرچينو وينا ده چې دنښتې وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي دي،  جنګياليو ته په نښته کې داوښتې ممکنه مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 په شمالي وزيرستان کې  په دې وروستيو کې  دتشدد په پېښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده چې له امله يې  دسيمې ولس  دپريشانۍ ښکار دى.

 څو ورځې دمخه هم  دپاک فوځ دعامه اړيکو څانګې ايي ايس پي ار پخپل يو بيان کې  ويلي وو چې  دپولې پورې غاړې افغانستان څخه  دترهه ګرو په يو بريد کې دپاک فوځ څلور ځوانان وژل شويدي.

 شمالي وزيرستان کې  دپاک فوح له لوري د٢٠١٤م کال  کې  دضرب عضب په نوم په پراخه پيمانه عمليات ترسره شوي وو چې پکې دخواوشا 35و زرو ترهه ګر دوژل کيدو او دهغوي دکمانډ اينډ کنټرول  نظام دتاله ترغه کيدو خبر ورکړى شوى و خو په دې وروستيو کې  دغلته يوځل بيا په امنيتي ځواکونو دترهه ګرو له لوري بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button