پاکستانسیاستمهم خبرونه

څيړونکي وايي دشهريارافريدي او غلام سرور دخودکش حملو خواهش جمهوريت لپاره خطرناک دى

څيړونکي وايي دشهريارافريدي او غلام سرور دخودکش حملو خواهش جمهوريت لپاره خطرناک دى

  دوزيراعظم عمران خان   په ضد دمخالفو ګوندونو له لوري  دبې باورۍ دتحريک دوړاندې کولو وروستو که يو اړخ ته   دحکومتي ګوند دکارمندانو لخوا په تيرو ورځو کې  داسلام اباد په سندهـ هاوس  حمله وشوه او  دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې  دګوند دمرورو غړو په ضد احتجاجونه وشول نو بل اړخ ته  دحکومت وزيرانو له لوري  داپوزيشن ګوندونو په ضد هم  سخته لب ولهجه خپله کړى شوې  دعمران خان دکابينې غړي په په مخالفو ګوندونو دځانمرګي بريدونو ترسره کولو پشان خواهشات څرګندوي

خو څيړونکي وايي   دپارلمان دغړو له لوري  دغه رقم  بيانونه  دجمهوري عمل   او اقدارو لپاره  ښه  علامت نه دى او ددې سره غيرجمهوري  قوتونو ته مخې ته دراتللو موقعه په لاس ورځي
په تيرو ورځو کې دهوا بازۍ دمرکزي وزير غلام سرور خان  په مخالفو ګوندونو دځانمرګي بريد خواهش څرګند کړى او دهغه څخه وروسته اوس   دکمشير کميټۍ مشر شهريار خان اپريدي هم په کوهاټ کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې ويلي  دپارليمان دننه پخپلو مخالفينو دځانمرګي بريد ترسره کولو خواهش لري خو  په اسلام کې خودکشي حرامه ده نو ځکه  دغسې نه کوي.

  تيره اوونۍ دهوابازۍ مرکزي وزير غلام سرور خان هم  په پينډۍ کې يوې جلسې ته   په وينا کې  دملک او دين په دښمنانو دځانمرګي بريد ترسره کولو خواهش څرګند کړى خو هغه هم ويلي وو چونکې په اسلام کې ځانه وژنه حرامه ده نو دغسې نه کوي.

  وحدت نيوز سره  دوفاقي وزيرانو  له لوري په مخالفينو دځانمرګي بريدونو دخواهش په اړه دپېښور  مشر خبريال  عرفان خان  وويل  په  ولسي غونډو کې  دوفاقي وزيرانو لخوا په مخالفينو  دځانمرګي بريدونو  کولو خبرې  ددغو وزيرانو ( اعصابي) کمزوري په ډاګه کوي او زياته يې کړه  په دغسې  بيانونو جاري کولو سره  دپارلمان غړي پخپله هم غيرجمهوري قوتونو ته مخې ته دراتللو موقعه په لاس ورکوي

 همدغه راز  دپېښور يو بل خبريال  فدا عديل  دوفاقي وزيرانو له  په مخالفينو دخودکش حملو ترسره کولو خواهش  دجمهوريت لپاره يو خطرناک رجحان ګرځولى او ويلي يې  که چرې  دپارلمان غړي ځان په حقيقي معنو کې  ولسي استازي  او سياستمداران ګڼي نو بايد له دغه رقم خبرو څخه ډډه وکړي،هغه وويل  دپارلمان دغړو جوړيدو څخه دمخه دغو خلکو پارلمان ته ددرناوي لرلو نعرې پورته کولې خو نن چې پخپله دپارلمان غړي  دي نو دستونزو دهواري پځايې  دخودکش  حملو خبرې  کوې ، هغه وويل شهريارافريدى ګڼي  که چرې ځانمرګي بريد په اسلام کې  حرام نه وى نو هغه به کړى وى نو ددې مطلب دا شو چې  دهغه په شخصي نظر خودکش حمله يو سم عمل دى کوم چې دانديښنې وړ دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button