پاکستانمهم خبرونهنړۍ

بلاول بوټو وايي دعمران خان حکومت ختم شوى،پشي شا بخښنې غواړي

بلاول بوټو وايي دعمران خان حکومت ختم شوى،پشي شا بخښنې غواړي

 دپيپلز پارټۍ  مشر بلاول بوټو  زرداري  ويلي  دعمران خان حکومت ختم شوى ،پشي شا بښنې غواړي  او دبزدلانو پشان تېښته کوي، که همت پکې وي نو عمران خان دې دجلسې  کولو پځايې  مخې ته راشي.

 پاړه چنار کې جلسې ته دوينا په مهال  بلاول بوټو وويل  عمران خان به ويل  چې خودکشي به وکړي نو ايم ايف ته په لاړ نه شي  خو دوزيراعظم جوړيدو سره سم يې  دايي ايم ايف دروازه ټکولې،هغه وويل عمران خان به ويل چې خلک به دبهر څخه دلته دنوکرو لپاره راځي خو  ددې خلک يې هم  بې روزګاره کړل.

 بلاول وويل  دلمړۍ ورځې څخه يې ددرغلۍ دلارې راغلى حکومت نه و تسليم کړى، عمران خان د ولس نه بلکې دبل چا وزيراعظم دى.

بلاول وويل  وزيراعظم ته خان نه وايي ځکه چې خان خو ميړنى وي خو دا رقم کپان دى چې  دمقابلې کولو پځايې  ميدان پريږدي او تېښته کوي.

بلاول بوټو دعمران خان له لوري په بلاول داردو ژبې په سم ډول دنه ويلو  دنيوکې ځواب هم ورکړى او ويلي يې  دهغه اردو خو په ديرشو کلنۍ کې  کمزورې ده خو  عمران خان په اويا کلنۍ کې هم سمه اردو نه شي ويلى،بلاول عمران خان ته مشوره ورکړې چې خپلو دريوو بچو ته دې هم اردو وښايي.

 دعمران خان له لوري   د مخالفو ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان ته دډيزل  په لقب ورکولو بلاول بوټو وويل عمران خان  پيټرول او ډيزل  په تاريخ کې ترټولو زيات ګران کړي او نورو ته ډيزل ډيزل وايي، په اصل کې عمران خان پخپله ډيزل دى.

همدغه راز نورو ته بوټ پالش ويونکى  پخپله بوټ پالش کوونکى دى،بلاول وويل هغوي ته ياد چې  حميد ګل هغه راوستو، هغوي ته ياد چې عمران خان دپاشا  ګوډاګى جوړ شو، کله چې بوټ پالش ختم شو نو دبوټ څټلو ته يې خبره ورسوله  خو عمران خان ته ويل غواړي چې بوټ پالش ختم شوى  اوس به يې دا پکار نه راځي، اوس عمران خان  هغوي ته ددهوکې ورکولو هڅه کوي او پشي شا بخښنې غواړي  داو ايي سي کانفرنس پورې دې دبې باورۍ  اجازه ورنکړى شي  او اوس دجلسې پورې اجازت غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button