کابل: احمدمسعود وايي طالبانو ته نه تسليميږي
کابل: احمدمسعود وايي طالبانو ته نه تسليميږي
دافغانستان څخه بهر ددويم مقاومت په نوم دجوړيدونکې جبهې مهم غړي ، دپنجشير دخلکو مخور او دطالبانو په ضد دمقاومت مشري کوونکي احمد مسعود ويلي هغوي به دطالبانو په وړاندې نه تسليميږي.
بي بي سي سره په خبرو کې احمد مسعود ويلي طالبانو غوښتل هغوي ورته تسليم شي او بيعت وکړي چې دغه دواړه خبرې ورته دمنلو وړ نه وې ځکه دهغه په قول دهغوي تسليميدل او يا بيعت کول دافغانستان دستونزې هوارى نه دى.
احمد مسعود ويلي غوښتل يې دافغانستان ستونزه دسولې په فضاء کې هواره شوې وى خو هغه تور لګولى چې طالبان دغسې کولو ته چمتو نه وؤ.
احمد مسعود دشمالي اتحاديې دپخواني مشر احمد شاه مسعود ځوې دى، چاچې تيرکال داګست په مياشت کې دطـالبانو له لوري په کابل دواکمنيدو وروستو په شپږم ستمبر افغانستان پريښى او دامريکايي استخباراتي چارواکو له مخې تاجکستان ته تښتيدلى و، وروستو په هغه پسې دافغانستان دپرځيدلي ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح هم ديو هيلي کاپټر دلارې ورغلى و.خو بيا يو شمير راپورونو کې ادعا شوې چې دغه دواړه اوس هم په افغانستان کې موجود دي.